چاريکار (پژواک، ١١ وږى ٩٨): په پروان کې د سېلابونو له امله يو کس نادرکه شوی، درې ژوبل دي، شاوخوا دوه سوه کورونه زيانمن شوي او د سالنګ لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
د پروان د جبل السراج ولسوال سيف الله بيدار پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا څلور نيمې بجې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه را ووتل.
د هغه د معلوماتو له مخې، سېلاب د جبل السراج په تاجکانو سيمه کې يو پُل نړولى او د سوېلي سالنګ په ځينو سيمو کې يې سړک هم وران کړی دى.
دى وايي چې له دې امله د سالنګ لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
دغه راز ده وويل چې سېلاب په تاجکانو کې يو هوټل هم تخريب کړی، یو کس نادرکه دی او پنځه موټر هم اوبو وړي دي.
د هغه په وينا، سېلابونو د يادې ولسوالۍ په ګلبهار سيمه کې شاوخوا دوه سوه کورونه هم زيانمن کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن