ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​کندوز کې ځانمرګي برید د پولیسو په ګډون ۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

​کندوز کې ځانمرګي برید د پولیسو په ګډون ۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
2 Sep 2019 - 16:03
​کندوز کې ځانمرګي برید د پولیسو په ګډون ۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
2 Sep 2019 - 16:03

لومړى تعقيب- کندوز ښار (پژواک، ١١ وږى ٩٨): په کندوز کې د پوليسو د لويو لارو ساتنې پر قطعې ځانمرګي بريد کې شپږ پوليس وژل شوي او د ملکي وګړو په ګډون ١٧ تنه نور ټپيان شوي دي.

په کندوز ښار کې يوې امنيتي سرچينې د وږي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د کابل بندر په سيمه کې د پوليسو د لويو لارو د ساتنې پر قطعې ځانمرګى بريد شوى دى.

هغه وايي چې په دې پېښه کې شپږ پوليس وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

خو د کندوز ملکي روغتون سرطبيبې مرضيې يفتلي پژواک ته وويل چې له يادې پېښې څلور جسدونه او ١٧ ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.

هغې زياته کړه: ((جسدونه ټول د پوليسو دي او په ټپيانو کې اووه يې پوليس او پاتې لس نور ملکي وګړي دي.))

دغه راز د پېښې يوه عيني شاهد ميرمحمد پژواک ته وويل: ((دلته پوليس ناست وو، ډوډۍ يې خوړله چې يو هلک راغى او ځان ته يې چاودنه ورکړه.))

ده وويل چې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه لري.

بل لور ته د دغه بريد مسووليت طالبانو منلى دى.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو د کندوز ښار په سه درک سيمه کې پر کومانډو ځواکونو ځانمرګى بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې ٢١ کومانډو سرتېري وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان شوي دي.

د يادونې ده، دوه ورځې مخکې وسله والو طالبانو پر کندوز ښار د ډله ييز بريد پر مهال د پوليسو د لويو لارو د ساتنې قطعې ودانۍ ته اور  ورته وکړ چې له امله دا مهال دغه پوليس ودانۍ نه لري او د سړک پر سر خپلې چارې پرمخ وړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.