چاریکار (پژواک، ١١ وږی ٩٨): د پروان پولیس وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د خلازه کلي ملک ناپېژاندو موټرسایکل سپرو وژلی دی.
د پروان د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر محمد فاروق وویل، دغه پېښه نن سهار ۶:۰۰ بجې د بګرام ولسوالۍ خلازه کلي ته نږدې په دوسرکه سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، د پروان د مرکز د خلازي کلي ملک قیام الدین د طالبانو په ډله پورې اړوند موټرسایکل سپرو پر ډزو وژلی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تېره ورځ هم د پروان په مرکز کې وسله والو موټرسایکل سپرو د ملي اردو یو سرتېری پر ډزو وژلی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن