ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې او کندوز کې ۱۴ امنیتي سرتېري وژل شوي

غزني کې او کندوز کې ۱۴ امنیتي سرتېري وژل شوي

author avatar
2 Sep 2019 - 12:04
غزني کې او کندوز کې ۱۴ امنیتي سرتېري وژل شوي
author avatar
2 Sep 2019 - 12:04

کندوز- غزني- جلال اباد (پژواک، ۱٢ وږی ۹۸): په کندوز او غزني ولايتونو کې د طالبانو د بريد له امله ١٤ امنيتي سرتېري وژل شوي، بلخوا بیا په ننګرهار کې د مرمۍ د يوې زړې سرګلولې چاودنې له امله څلور ماشومان ټپيان شوي دي.

د کندوز په دشت ارچې ولسوالۍ کې يوې امنيتي سرچينې د وږي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ولسوالۍ پر مقام او پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې تر اوسه اته امنيتي سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

ده زياته کړه: ((د دشت ارچي کلينيک د طالبانو په کنټرول کې دى، موږ چې له هغه ځايه معلومات واخيستل، ١٥ د طالبانو جسدونه او ١٥ يې په ټپي حالت کې کلينيک ته انتقال شوي دي.))

د سرچېنې د معلوماتو له مخې، دا مهال هم جګړه روانه ده او حمايوي ځواکونو ته سخته اړتيا ده.

بل لور ته د کندوز ولايتي شورا رييس محمد يوسف ايوبي هم پر دشت ارچي ولسوالۍ د طالبانو بريد تاييدوي.

هغه وايي: ((په دغه بريد کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو حکومت بايد هر څه ژر هوايي ځواکونه دشت ارچي ولسوالۍ ته واستوي، څو د طالبانو بريدونه پر شا وتمبوي.))

د ولايتي شورا رييس اندېښنه وښوده که چېرې دشت ارچي ته مرستندوی ځواکونه ونه استول شي، د سقوط ګواښ يې هم شته دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په غزني کې هم امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د قره باغ ولسوالۍ په خونيانو سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر ګزمې ډله ييز بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې شپږ امنيتي سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.