کندوز ښار (پژواک، ١٢ وږى ٩٨): د کندوز امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت د امنيه قوماندان روغتيايي وضعيت تر پخوا شوی او دا مهال د بګرام هوايي ډګر په روغتون کې تر درملنې لاندى دى.
د تېرې شنبې په شپه وسله والو طالبانو پر کندوز ښار ډله ييز بريدونه وکړل چې ماښام مهال يې د کندوز امنيه قوماندان له نورو کسانو سره د وضعيت د کنټرول لپاره ښار ته وتلى و چې ځانمرګى بريد پرې وشو.
په دغه بريد کې د کندوز امنيه قوماندان سمونوال منظور ستانکزى ټپي شو او ٢٠ نورو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.
د کندوز د ملي امنيت رييس جنرال سيد اميرشاه سادات د وږي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سمونوال منظور ستانکزي روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دى.
هغه زياته کړه: ((موږ ته ويل شوي چې د قوماندان صاحب وضعيت ښه دى او له يوې مياشتې وروسته به بېرته دندې ته راستون شي.))
په ورته وخت کې د کندوز د امنيې قوماندان ياور محمد علي پژواک ته وويل چې د قوماندان کيڼ لاس ډېره ضربه ليدلې ده او دا مهال د بګرام په هوايي ډګر کې تر درملنې لاندى دى.
هغه وويل: ((پرون يې جراحي عمليات ترسره شوي، اوس يې وضعيت د پخوا په پرتله ډېر ښه شوى دى.))
دا په دا سې حال کې ده چې نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د کندوز ښار د کابل بندر په سيمه کې د پوليسو د لويو لارو د ساتنې پر قطعې ځانمرګى بريد وشو چې لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن