سرپل (پژواک، ۶ وږی ۹۸): چارواکي وايي وسله والو طالبانو تېره شپه د سرپل د مرکز اړوند په "کل قشلاق علی زايي" سيمه کې د سلام مخابراتي شرکت د یوه انتن بيټرۍ او جنراتور سوځولي دي.
د سرپل د مخابراتو مشر حسين قرباني، د دغو څرګندونو تر څنګ وويل چې وسله والو طالبانو د ياد انتن وسايلو ته اور ورکړى او بيا يې سيمه پرېیښې ده.
دى وايي چې وروسته د سيمې خلکو اور مړی کړی او د انتن له سوځېدو یې مخنیوی کړی دی.
هغه وويل، هڅې روانې دي چې دغه انتن بېرته فعال شي.
طالبانو د ياد انتن وسايلو ته د اور اچولو په اړه څه نه دي ويلي خو د وږي په څلورمه يې د سلام مخابراتي شرکت ته ګواښ کړى او ويلي يې وو چې دغه مخابراتي شرکت د دوى له مکررو خبرداريو سره، سره هم د هغوى له اصولو سرغړونه کوي.
طالبانو ويلي وو چې دغه شبکه يې په خپلو پوځي موخو کې شامله کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن