ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې د سیمه ییزو پولیسو یو معلول قوماندان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی

پکتیکا کې د سیمه ییزو پولیسو یو معلول قوماندان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی

author avatar
3 Sep 2019 - 17:18
پکتیکا کې د سیمه ییزو پولیسو یو معلول قوماندان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی
author avatar
3 Sep 2019 - 17:18

ښرنه (پژواک، ١٢ وږى ٩٨): په پکتيکا کې د سيمه ييزو پوليسو يو پخوانى قوماندان وايي چې له وسله والو طالبانو سره جګړه کې يې د مور، خور، لور او درېیو وروڼو ترڅنګ د کورنۍ ١٦ غړي له لاسه ورکړي، خو دا مهال له اقتصادي ستونزو سره مخ دى.

دغه قوماندان شکور نومېږي، د پکتيکا د جاني خېلو ولسوالۍ د هستي کلي اصلي اوسېدونکى دى او په همدې سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان و.

قوماندان شکور چې يوه پښه يې له وسله والو طالبانو سره په جګړه له لاسه ورکړې، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هېواد د ساتني او د نظام د بقا لپاره يې د خپلې کورنۍ ١٦ غړي په روانو جګړو کې له لاسه ورکړي دي.

دى وايي چې په وژل شوو کې یې مور، خور، لور، زوى او وروڼه شامل دي.

ده زياته کړه: ((يوه ورځ مو له طالبانو سره جګړه شوه، موټرسايکل مو ترې ونيو، کله چې مو موټرسايکل کور ته راووړه، په کور کې يې چاودنه وکړه چې مور، خور، ماشومه لور او زوى مې په کې ووژل شول.))

قوماندان شکور پر حکومت نيوکه وکړه چې له پيله تر پايه يې ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې او نه يې هم د دوى د کور ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره کړې ده.

خو سره له دې هم نوموړى وايي که حکومت ورسره مرسته وکړي، کولای شي چې د هستي کلى بېرته له طالبانو ونيسي.

دا په داسې حال کې ده چې د جاني خېلو ولسوالۍ هستي کلى دا مهال د وسله والو طالبانو مرکز دى.

دغه راز د قوماندان شکور ورور باچا پژواک ته وويل چې له وسله والو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې يې خپل درې وروڼه له لاسه ورکړي دي.

ده هم وويل چې تر اوسه پورې حکومت له دوى سره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د دې کورنۍ يو بل غړي عبدالجليل پژواک ته وويل چې له جاني خېلو ولسوالۍ دوه کاله وړاندې ښرنې ته راغلي خو له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه: ((له لسو نه زيات يتيمان راته پاتي دي، تر لسو کونډې راته پاتې دي، د ژوند ټولې خوښۍ مو بې ارزښته دي تر اوسه پورې حکومت زموږ قربانيو ته هيڅ پاملرنه نه ده کړې ان تر دې چې د کور د کرايې پېسې هم نه لرو.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.