ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد ښار کوڅې پر سولري برېښنا روښانه کېږي

د جلال اباد ښار کوڅې پر سولري برېښنا روښانه کېږي

author avatar
4 Sep 2019 - 14:01
د جلال اباد ښار کوڅې پر سولري برېښنا روښانه کېږي
author avatar
4 Sep 2019 - 14:01

جلال اباد (پژواک ١٣ وږی ۹۸): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د نهه ميليونه او شپږ سوه زره افغانيو په لګښت د لمريزې برېښنا يوه پروژه پرانيستل شوه چې د ښار يو شمېر کوڅې به روښانه کړي.

د دې پروژې چارې پرون پيل شوې او ټاکل شوې نږدې شپږ زره کورنۍ ترې ګټه پورته کړي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږې په ١٣مه پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولايت مرکز جلال اباد ښار درېيمه ناحيه کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د سولر يا لمريزې برېښنا يوه پروژه پيل شوه.

دی وايي، پر دې پروژه نهه ميليونه او شپږ سوه زره افغانۍ لګښت راځي چې په کوڅو کې به پرې لمريز څراغونه نصبېږي او د شپې له خوا به کوڅې روښانه ساتي.

هغه زياته کړه، د شپږو مياشتو په موده کې به د سولري برېښنا په جوړېدو او د ۱۹۵ پايو په نصبولو سره د دې ناحيې ګڼ شمېر کوڅې روښانه شي چې پنځه زره نهه سوه او څلوېښت کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.

د سيمې اوسېدونکي خوښ دي چې د دغو څراغو په فعالېدو سره به له يوې خوا د دوی سيمه د شپې له خوا ښکلې شي او له بلې خوا به د شپې له خوا د غلاوو مخه هم ونيول شي.

يو ځايي مشر حاجي انور پژواک ته وويل، دوی ته د ولسي تړون ملي پروګرام خوښه ورکړې وه چې هره پروژه د دوی اړتيا وي، ورته يې پلې کوي؛ نو ځکه يې د ټولو خلکو په خوښه د برېښنا دا پروژه پيل کړه.

دی وايي، له يوې خوا به د دغو څراغو په نصب د شپې لخوا د دوی کوڅې روښانه وي او له بلې خوا به د غلو ويره هم ختمه شي.

ولسي تړون ملي پروګرام دی چې په ښار او ولسواليو کې د ولس په ونډه او د هغوی په خوښه رغنيز کارونه مخته وړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.