کندهار (پژواک، ١٣ وږی ۹۸): د کندهار اوسېدونکي او چارواکي وايي، ژورې څاګانې تر ځمکې لاندې د اوبو زېرمو لپاره زیان رسوي او له مله یې هر کال تر ځمکې لاندې اوبو کچه له پنځو تر شپږو مترو ټیټېږي.
هغوی وايي، که په خپلسرې توګه د ژورو څاګانو کیندل دوام وکړي نو څو کاله وروسته به دغه ولایت د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي.
د کندهار د دامان ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو څو کلونو راهیسې په کندهار ښار او ولسوالیو کې پر خپل سر ژورې څاګانې کیندل شوې او دغه لړۍ لا هم روانه ده چې تر ځمکې لاندې یې د اوبو زېرمې اغېزمنې کړې دي.
هغه زیاته کړه، له دغو ژورو څاګانو د لمریزې برېښنا او جنراتورونو په وسیله د کروندو خړوبولو لپاره بې درېغه اوبه را ایستل کېږي چې ورسره تر ځمکې لاندې اوبه ورځ تر بلې کمېږي.
د ده په خبره، دا چې د کندهار اقلیم وچ او دښتي دی او بارانونه په کې کم دي، نو دغه زېرمې بېرته نه چارجېږي.
دی غوښتنه کوي چې چارواکي دې د خپلسرو څاګانو د کیندلو مخنیوی وکړي او دغه راز دې په کندهار ښار او ولسوالیو کې د اوبو زېرمه کولو بندونه جوړ کړي، څو تر ځمکې لاندې د اوبو کچه بېرته لوړه شي.
د ده په خبره، په دې وروستیو کې په کندهار کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ۱۵ متره ټيټه شوې ده چې اندېښمنوونکې ده.
د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي هم ورته شکایت لري او وايي چې خپلسرو ژورو څاګانو د هغوی کروندو ته زیان اړولی دی.
د دې ولسوالۍ یوه کروندګر نیازمحمد پژواک اژانس ته وویل، د کلي ترڅنګ یې په بل کلي کې خلکو پر خپل سر برمې وهلې چې دوی ته یې زیان اړولی دی.
هغه زیاته کړه، د برمو له امله د دوی په کلي کې تر ځمکې لاندې اوبه ډېرې ټیټې شوې چې له امله یې نه شي کولای خپلې ځمکې او کروندې خړوبې کړي.
دی وايي، ژورې څاګانې دې په مسلکي توګه وکیندل شي؛ ځکه همدا اوس د کندهار په ډېرو سیمو کې خلک د څښاک اوبه نه لري.
په کندهار کې د برمو او ژورو څاګانو وهل له هغه وروسته پیل شوي چې هېواد ته د لمریزې برېښنا ټکنالوژۍ لاره کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن