ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر اقتصادي زون د پکتيا بدلولو لپاره هېڅ عملي کار نه دی شوی

پر اقتصادي زون د پکتيا بدلولو لپاره هېڅ عملي کار نه دی شوی

author avatar
4 Sep 2019 - 16:40
پر اقتصادي زون د پکتيا بدلولو لپاره هېڅ عملي کار نه دی شوی
author avatar
4 Sep 2019 - 16:40

ګردېز (پژاوک، ١٣ وږى ٩٨): د پکتيا ولايت صنعتګر او سوداګر وايي چې د شاوخوا يونيم کال په تېرېدو پر اقتصادي زون د پکتيا بدلولو د ژمنې د عملي کېدو برخه کې تر اوسه هېڅ اقدام نه دی شوی.

دوی دا خبرې د يادې خونې د مديره پلاوي د ټاکنو په ترڅ کې له رسنيو سره وکړې او ويې ويل که اسانتياوې ورته برابرې شي، ګڼ کورني او بهرني صنعت کاران او سوداګر غواړي په دغه ولايت کې پانګونه وکړي.

د پکتيا د صنايعو او سوداګرۍ خونې مشر عبدالنصير عالميار وايي چې په دغه ولايت کې لا هم صنعت کاران له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له څوارلس کلونو د ډېر په وخت تېرېدو لا هم صنعتي پارک نه دی فعال شوی.

عالميار پژواک ته وويل چې په پکتيا کې په صنعتي، سوداګريزه، کرنيزه او د کانونو په برخو کې د پانګونې فرصتونه شته او له اړوندو ادارو غواړي چې دې برخې ته جدي پام وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((صنعتي پارک تر اوسه نه دی توزېع شوی، هغه قرضې چې په نورو زونونو کې ورکړل شوې، پکتيا کې لا هغه هم نه دي ورکړل شوې، متاسفانه د صنعتي پارک او پر اقتصادي زون د پکتيا بدلولو په اړه د ولسمشر ژمنې هم نه دي عملي شوې.))

دغه راز ملي سوداګر حاجي محمد ګرديزی وايي چې ګڼ صنعت کاران لېوال دي چې په پکتيا کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي، خو په خبره يې د اسانتياوو نه شتون يې پر وړاندې خنډ دی.

ګردېزي وويل: ((پکتياوال په اکثره ولايتونو کې ډېرې فابريکې لري، که دلته امنيت سم او امکانات ورته برابر شي، نو اماده دي چې دلته سرمايه ګذاري وکړي؛ يوازې پکتياوال نه، بلکې نورو هېوادوالو او بهرنيانو هم د دغه کار لپاره وړانديزونه کړي دي.))

ملي سوداګر بهايي جان يار مرکزي ادارې او وزارتونه پر ناغېړي تورنوي او وايي چې په پکتيا کې پر زيات کاري ځواک سربېره يې هم له تشو ژمنو پرته عملي کار نه دی کړی.

يار وويل: ((وزارت تجارت کمه اندازه توجه کړې، نور هېڅ مرکزي ارګان پکتيا ته توجه نه ده کړې. د تجارت، صنعت، پرمختګ او ابادي په برخه کې د پکتيا ټول حقوق خوړل شوي او تر اوسه هېڅ فعال کار نه دی ورته شوی.))

يو بل سوداګر ميراحمد د ډنډپټان- پاړه چنار لارې ترانزيټ مهم بولي او ټينګار کوي چې دا لاره تر ټولو لنډه او ارزانه لاره ده چې په ټول اوږدوالي کې د کوتلونو نه لرلو له امله هم پرې تګ، راتګ اسانه دی.

ده زياته کړه: ((د پټان لاره ضرور ده چې بايد ترانزيټ شي، موږ دې ته اولويت ورکوو، د پکتيا او دغه زون او شاوخوا ولايتونو د زراعتي او نورو توليداتو او محصولاتو لپاره ډېره ګټوره ده، دا لاره بايد ان تر واګه بندر پورې خلاصه شي.))

د يادو څرګندونو په ځواب کې د سوداګرۍ او صنايعو د مرکزي خونې يوه مسوول شفيع الله ستومان پژواک ته وويل چې پر اقتصادي زون د پکتيا بدلولو په برخه کې عملي کار نه دی شوی، خو په خبره يې د دې چارې لپاره اداري کارونه تر ډېره مخ ته تللي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.