کابل (پژواک، ١٣ وږى ٩٨): افغانستان سبا له بنګله دېش سره د ټسټ کرکټ او له قطر سره د فوټبال لوبې ترسره کوي.
د فوټبال د ٢٠٢٢ نړيوال غوراوي سياليو په لړ کې افغانستان سبا په دوحه کې د قطر له ملي لوبډلې سره د فوټبال لوبه کوي.
ټاکل شوې ده چې د فوټبال د دې سياليو په لړ کې افغانستان خپله دويمه لوبه راتلونکې اوونۍ له بنګله دېش سره ترسره کړي.
د افغانستان فوټبال فدراسيون وايي چې ملي لوبډله له تېرو څو ورځو راهيسې په دوحه کې ده او هلته خپل تمرينات ترسره کوي.
بلخوا د افغانستان او کوربه بنګله دېش هېواد ترمنځ د يواځينۍ ټسټ کرکټ لوبه سبا پيلېږي.
د کرکټ ملي لوبډله چې د دې لوبې لپاره په متحده عربي اماراتو کې تمرينات کړي او اوس بنګله دېش ته رسېدلې ده.
د کرکټ ملي لوبـډلې له دې مخکې دوه ټسټ لوبې کړې، چې له ايرلينډه يې ګټلې اوبله د هند په بريا پاى ته رسېدلې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن