د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

تېره اګست مياشت په افغانستان کې څه باندې ٢١٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تېره اګست مياشت په افغانستان کې څه باندې ٢١٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Sep 04, 2019 - 13:48

کابل (پژواک، ١٣ وږی ۹۸): تېره ميلادي مياشت په افغانستان کې څه باندې ٢١٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او دغه شمېره د جولاى په پرتله ٤٢ سلنه کمه شوې چې يو له لاملونو يې د اختر ورځې بلل کېداى شي.

دغه راز په جولاى مياشت کې ټول ٢٤٦ بريدونه شوي وو، خو په اګست کې دغه شمېر ٣٢ سلنه کم شوى.

د پژواک خبري اژانس خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې د روان ميلادي کال په تېره (اګست) مياشت کې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ۳۰ کې ١٦٧ بريدونه شوي چې له امله يې ١٠٤٥ کسان وژل شوي او ١٠٦٧ نور ټپيان دي.

له يادو بريدونو څخه ٤٨ د دولت وسله والو مخالفينو، ٤٧ دولتي ځواکونو، ١٦ بهرنيو ځواکونو، ٥٥ ناپېژاندو وسله والو کړي او د پاکستان له لوري پر کونړ په راکټي بريد کې هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز ترلاسه شوي معلومات ښيي چې تېره مياشت له هرو ٢٢ کسانو، ١١ ته په مخامخ نښتو، څلورو ته په ځانمرګو بريدونو، درېيو ته په چاودنو او دوو، دوو ته په هوايي او هدفي بريدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

 

تېره مياشت تر ټولو ډېر (٢٢) بريدونه په فارياب، (١٥) بريدونه په ننګرهار، (١٤) بريدونه په لوګر، (٩) بريدونه په کابل او پاتې ١٠٧ بریدونه په نورو ٢٦ ولايتونو کې ترسره شوي دي.

په اګست مياشت کې له باميانو، پکتيکا، نميروز او نورستان ولايتونو څخه د بريدونو راپور نه دى ترلاسه شوي.

مرګ ژوبله

د پژواک راپورونه ښيي چې په يادو بريدونو کې تېره مياشت ټول ١٠٤٥ کسان وژل شوي او ١٠٦٧ نور ټپيان دي.

په دغو وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک شونى نه دى.

 

تېره مياشت هېڅ داسې ورځ نشته چې بريد نه وي شوى او مرګ ژوبله دې نه وي اوښتې، خو تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د دې مياشتې په ١٨مه نېټه په څلورو بريدونو کې اوښتې ده.

په دغو بريدونو کې ٨٣ تنه وژل شوي او ١٨٧ نور ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې، د دې ورځې تر ټولو خونړۍ بريد د زمري په ٢٧مه کابل کې په يو هوټل کې د واده پر مراسمو و چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٦٣ کسان ووژل شول او ١٨٢ نور ټپيان شول.

د دغه بريد مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخیستى دى.

 

شنونکي وايي، کله په يوه او کله په بله سيمه کې د جګړې د مرګ ژوبلى د کچې ډېروالى د جګړې په ډول او تاکتیک پورې اړه لري.

د هغوى په وينا، په جبهه يي جګړو او هغو بريدونو کې مرګ ژوبله ډېره وي چې په ګڼ مېشتو سيمو کې تر سره کېږي.

د جګړو د کموالي لاملونه

په ټوله کې تېره مياشت په منځنۍ کچه هره ورځ ٦٨ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د اختر په څلورو ورځو او له اختر نه دوه ورځې وړاندې او يوه ورځ وروسته بريدونه او مرګ ژوبله ډېره کمه وه.

په يادو ٧ ورځو کې ٩٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو که په دغو ورځو کې د مرګ ژوبلې منځنۍ کچه د تېرې مياشتې د نورو ورځو په څېر واى، نو په همدې ٧ ورځو کې به د مرګ ژوبلې کچه نږدې ٥٠٠ ته رسېدلې واى.

د ميدان وردګو ولايت د مرکز اوسېدونکى اېمل ستانکزى وايي، په اخترونو کې جګړې او بريدونه کم وي ځکه ښکېل لوري هم اختر لمانځي.

خو هغه زياتوي: "خداى د وکړي چې تل پاتې سوله مو په هېواد کې ټينګه، هره ورځ مو اختر شي او د جګړو ټغر مو له هېواد نه ټول شي."

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې نهم پړاو خبرې روانه اوونۍ په قطر کې پاى ده ورسېدې او وايي چې پر ډېرو مهمو مواردو يې هوکړه کړې او کېداى شي په نږدې راتلونکي کې يې لاسليک کړي.

د پوځي چارو شنونکى متقاعد جنرال عتيق الله امرخېل وايي که څه هم دى د سولې په روانو خبرو ډېر باور نه لري، خو کېداى شي تر يوه بريده پر جګړه تاثير ولري، يا يې د زياتوالي او يا يې هم د کموالي لامل شي؛ ځکه چې ځيني لوري د سولې د خبرو پر مهال جګړه زياتوي، څو د سولې په خبرو کې امتياز ترلاسه کړي او کله هم بيا داسې وي چې د سولې خبرې د جګړې د کموالي لامل کېږي.

هغه په ټوله کې وايي: "جګړه داسې نه ده لکه د انسانانو روټين ژوند؛ کله تودېږي او کله سړېږي."

دى وايي، د جګړې کموالى بېلابېل لاملونه لرلاى شي او کله د دې لپاره هم جګړه کمېږي چې د جګړې يو يا دواړه لوري د جګړې لپاره په اکمالاتو او تياريو بوخت شي.

له تېرو شاوخوا ١٧ کلونو راهيسې له افغان دولت او په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو او ځينې نورو وسله والو مخالفينو جګړه روانه ده.

د روان ميلادي کال د لومړيو اتو مياشتو مرګ ژوبله کې د تېر کال د همدغې مودې په پرتله ١٢ سلنه کموالى راغلى.

 

د پژواک د راپورونو له مخې، په ٢٠١٧ کال کې نږدې ٢٥ زره، په ٢٠١٨ کال کې نږدې ٢٧ زره او د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې څه باندې ١٥٨٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement