ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ په زارې ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بلخ په زارې ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
4 Sep 2019 - 13:39
د بلخ په زارې ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
4 Sep 2019 - 13:39

مزارشريف (پژواک، ۱۳ وږی ۹۸): ځايي چارواکي وايي چې د بلخ  په زارې ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بلخ د ولايتي شورا مرستيال سيد عبدالله مسرور د وږي په ۱۳مه پژواک ته وويل چې د زارې ولسوالۍ د تېرې ورځې په جګړه کې شاوخوا ۶۰ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نوموړي زياته کړه چې پرون شپه وسله وال طالبان د زارع ولسوالۍ د ودانۍ تر دروازې رسېدلي وو خو په وينا يې چې دمګړۍ بېرته پر شا شوي دي.

هغه زياتوي چې د دفاع وزارت مرستيال محمد ياسين ضيا په زارې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عمليات رهبري کوي چې د دغو عملياتو په نتيجه کې وسله وال طالبان د ولسوالۍ د ودانۍ له شاوخوا شا تګ ته مجبور کړای شوي دي.

مسرور وويل چې په ياده جګړه کې ۶۰ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او يو شمېر يې طالبانو ژوندي نيولي دي.

خو د بلخ امنيه قومانداني بيا د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه د ولايتي شورا د مرستيال ارقام بې بنسټه بولي.

د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل پژواک ته وويل چې وسله وال طالبان يې پر شا تمبولي او دمګړۍ د افغان ځواکونو له خوا تصفيوي عمليات روان دي.

هغه زياته کړه چې د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه يو شمېر کسانو بې بنسټه تبليغات پيل کړي دي.

د عادل په وينا، د زارع ولسوالۍ په جګړه کې ۶ امنيتي سرتېرې وژل شوي او ۱۱ نور تپيان دي.

نوموړي زياته کړه چې په ياده نښته کې ۱۳ طالبان هم وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.

عادل د طالبانو هغه ادعا هم رد کړه چې ګواکې د زارع ولسوالۍ یې سقوط کړې ده.

په ورته مهال طالب وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي چې زارع ولسوالۍ يې سقوط کړې، ۹ سرتېري يې ژوندي نيولي او يو شمېر نور يې هم وژلي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.