ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار صنعتي فابريکې د برېښنا د کمښت له ستونزې سره مخ دي

د ننګرهار صنعتي فابريکې د برېښنا د کمښت له ستونزې سره مخ دي

author avatar
4 Sep 2019 - 10:27
د ننګرهار صنعتي فابريکې د برېښنا د کمښت له ستونزې سره مخ دي
author avatar
4 Sep 2019 - 10:27

جلال اباد (پژواک، ۱۳ وږی ۹۸): د ننګرهار د صنعتي فابريکو مالکین او سوداګر وایي، په دغه ولايت کې د تولیدي فابریکو لپاره د کافي برېښنا نه شتون دغه صنعت له ستونزو سره مخ کړی دی.

دوی وايي، په دې وروستيو کې د برېښنا د زياتې پرچاوۍ له امله ځينې فابريکې د تړل کېدو تر بريده رسېدلې خو په ټوله کې د برېښنا کمښت یو شمېر پانګوال اړ کړي چې په نورو سیمو کې پانګونه وکړي.

په دغه ولايت کې شاوخوا دوه سوه صنعتي فابريکې دي چې ټولې يې د برېښنا د کمښت له ستونزې سره مخ دي. په یادو فابريکو کې د اوسپنې ويلې کولو، ديګ بخار جوړولو او نورې ګڼې د خوراکي او غير خوراکي توکو جوړولو فابريکې شاملې دي.

د ګل مراد عرب په نوم يوه سوداګر پژواک  اژانس ته وويل، اوسمهال د دغه ولايت سوداګرو ته ۱۱۰ ولټه برېښنا ورکړل شوې خو د دوی اړتيا ۲۲۰ ولټه ده چې دوی ته يې ستونزې جوړې کړې دي.

دی وايي، که د برېښنا دغه ولټاج پوره شي، نو دلته د ډېرو نورو فابريکو لپاره هم امکانات شته او دغه ولايت به پر يو صنعتي ولايت بدل شي.

يو بل سوداګر نظام الدين تاج زاده هم وايي، که د برېښنا ستونزه هواره شي، نه يوازې دا فابريکې به پرمختګ وکړي، بلکې دلته ډېرو نورو سوداګرو هم د فابريکو جوړېدو هوډ کړی چې هغوی به يې هم ورغوي.

د ننګرهار د معدن او صنعت خونې وياند شکيب شريف زي هم له پژواک سره خبرو کې په دغه ولايت کې د سوداګرو، په ځانګړې توګه د فابريکې لرونکو پر وړاندې د برېښنا کمښت يوه حياتي ستونزه ياده کړه.

دی وايي: ((د کار په جريان کې پر فابريکې د برېښنا قطع کېدل فابريکې ته سخت تاوان رسوي؛ مثلاً د اوسپنې ويلې کولو فابريکه ده، اوسپنه ګرمېږي او په دغه وخت کې چې له بټۍ د را ايستو وخت یې وي، برق ځي، اوسپنه بېرته منجمد کېږي، بيا چې برق راځي او بيا دا چاره له سره تکرارېږي، نو د فابريکې مصرف دوه چنده کېږي.))

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال خان جان الکوزی هم وايي، ننګرهار د پانګې اچونې او صنعت لپاره ښه اب او هوا لري، خو د برېښنا نشتوالی يې پر وړاندې لويه ستونزه ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل، په ننګرهار کې شته فابريکې هم د برېښنا د کمښت له امله ډېر کله مجبورېږي چې کارونه وځنډوي، نو ځکه خو نور سوداګر دلته د فابريکو په برخه کې د پانګې اچونې لپاره زړه نه ښه کوي.

بلخوا د ننګرهار چارواکي وايي، اوس هم د برېښنا ډېره برخه د نورو په پرتله سوداګرو او فابريکه لرونکو ته ورکړل شوې او په راتلونکي کې هم ورته پلان موجود دی.

د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل، په پلان کې ده چې په حصارشاهي سيمه کې د سولري برېښنا يوه شبکه د سوداګرو په مرسته ورغول شي او همدوی ته يې برېښنا ورکړل شي چې لومړني کارونه يې شوي او پاتې به هم ډېر ژر سرته ورسېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.