د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار په سره رود کې د عملياتو له امله سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي

د ننګرهار په سره رود کې د عملياتو له امله سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي

Sep 04, 2019 - 18:57

جلال اباد (پژواک، ١٣ وږی ۹۸): د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو د عملياتو له امله ګڼې کورنۍ بې ځايه شوې دي چې تر ډېره يې د همدغې ولسوالۍ امن سيمو ته کډه کړې ده.

په دې ولسوالۍ کې له شاوخوا يوې اوونۍ راهيسې د ملي اردو په مشرۍ ګډو ځواکونو چاڼيز عمليات پيل کړي چې مسوولين له وسله والو د شلو کليو د پاکېدو خبره کوي.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو وياند جګړن محمد هارون يوسفزي د وږي په ١٣مه پژواک اژانس ته وويل چې ياد عمليات د ملي اردو په مشرۍ د ګډو افغان ځواکونو له لوري پيل شوي دي.

دی وايي، د دغو عملياتو موخه له وسله والو د سيمو پاکول او راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته زمينه برابرول دي.

هغه زياتوي، د عملياتو په موده کې له شلو زيات کلي د وسله والو له شتونه پاک شوي او عمليات کوونکي ځواکونه مخته روان دي.

د جګړن يوسفزي په وينا، دا تېره ورځ هم د نبو او منصور په کليو کې د عملياتو پرمهال د وسله والو يو شمېر پټنځايونه د هوايي ځواک په مرسته ويجاړ شوي چې  ۱۲ وسله وال  په کې وژل شوي او د هغوی درې عرادې موټر او يو شمېر وسلې هم تخريب شوې دي.

په همدې حال کې د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې عمليات په برياليتوب سره روان دي او اوس هغه سيمې چې له وسله والو پاکې شوې دي پوستې په کې جوړېږي.

هغه تاييد کړه چې د عملياتو له امله يو شمېر کورنۍ بې ځايه شوي؛ خو وايي، د کډوالو چارو رياست مسوولين د بې ځايه شويو کورنيو د شمېر معلومولو په موخه د سروې ټيمونه استولي او شمېر به يې وروسته په ډاګه شي.

د سره رود ولسوال هجرت الله رحماني هم وايي چې د يادو عملياتو له امله يو شمېر کورنۍ بې ځايه شوې دي.

دی وايي، کورنۍ له دې وېرې کډه شوي چې که سيمه کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ  نښته وشي، نو دوی به يې له خطر څخه په امن کې وي.

دی وايي، تېره ورځ هم د دغو بې ځايه شويو کورنيو له ډلې دوه سوه کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

هغه زياتوي، دا مرستې د نجات خيريه موسسې له لوري شوي چې هرې کورنۍ ته دوه بورۍ اوړه، يوه بوشکه غوړي، يو کيلو شات، يو کيلو تور چای، يو کيلو شین چای، يو من لوبيا، يو من وريجې او نور توکي ورکړل شول.

ولسوال پر مرستندويه ادارو غږ وکړ چې بې ځايه شویو کورنيو سره نورې مرستې هم وکړي.

بې ځايه شوې کورنۍ هم وايي چې دا مرستې ورته بسنه نه کوي او بايد د سرپناه لپاره ورته زمينه برابره شي.

غلام حضرت د دغې ولسوالۍ د بړينې له سيمې يې شيخ مصري ښارګوټي ته کډه کړې. هغه پژواک ته وويل، يوازې يې د تن جامې او ځينې اړين وسايل له ځانه سره راوړي او نور ډک کور يې پاتې دی.

دی وايي، يا دې په سيمه کې عمليات ژر پای ته ورسېږي او يا دې ورته دلته د اوسېدو سمه زمينه برابره شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement