ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د وژل شوو، ټپي شوو او ناروغو خبریالانو له کورنیو سره مرسته وشوه

author avatar
4 Sep 2019 - 19:11
author avatar
4 Sep 2019 - 19:11

کابل (پژواک، ١٣وږی ۹۸): د خبریالانو د مالي مرستو صندوق د وژل شوو، ټپي شوو او ناروغو خبریالانو له کورنیو سره ۱،۷ میلیون افغانۍ مرسته وکړه.

د دغه صندوق مسوول محمد اصف وردګ په کابل کې په یاد مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، یاده اندازه پیسې د ۲۰ وژل شوو خبریالانو له کورنیو سره مرسته وشوه.

هغه له جزئیاتو پرته وویل، له هرې هغې کورنۍ سره چې په کابل کې ژوند کوي، ۵۰ زره افغانۍ او هرې هغه کورنۍ سره چې په ولایتونو کې ژوند کوي، ۶۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.  

دغه راز نوموړي زیاته کړه، له ۱۴ ناروغو او ټپي خبریالانو سره له ۲۰ تر ۷۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.

د یادو مرستو ترلاسه کوونکو د مرستو له ترلاسه کېدو خوښ دي.

د ازدۍ راډیو د خبریالې فرشتې محرم چې تېر کال د غويي میاشتې په لسمه د کابل په شش درک سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شوه، پلار يې محمد شفيع وویل: ((دغه پیسې چې موږ ته راکوي، د لور او هغې د زحمتونو پر وړاندې کمې دي، خو بیا هم دا چې د هغې یاد پرې وشو، مننه او قدردانۍ کوو.))

د خبریالانو د ملاتړ صندوق مسوول وویل، په یاد صندوق کې تر اوسه ۲۵ میلیون افغانۍ ټولې شوې دي. نوموړي له خبریالانو، سیاستوالو او سوداګرو وغوښتل چې له دغه صندوق څخه ملاتړ وکړي.

د افغانستان د ژورناليستانو د شورا رییس حفیظ الله بارکزي وویل: ((هغه صندوق چې موږ یې په اړه ارزونه کړې، ټول روڼ دی، موږ هڅه کوو د دغه صندوق د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره ځان بېمه کړو.))

په فرهنګي چارو کې د ولسمشر غني د مېرمنې مشاورې زهرې یوسف په دغو مراسمو کې وویل، خبریالان اندېښمن دي چې لاسته راوړنو ته یې زیان ونه رسېږي.

خو نوموړې زیاته کړه: ((موږ په ۲۱مه پېړۍ کې یو، هېڅکله شاته نه ګرځو.»

د ناستې په پای کې ځینو تجربه لرونکو خبریالانو ته د ازادۍ تندیس ډالی شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.