د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کیندل شوو ژورو څاګانو له امله په کندهار کې د اوبو کچه هر کال شپږ متره ټیټېږي

د کیندل شوو ژورو څاګانو له امله په کندهار کې د اوبو کچه هر کال شپږ متره ټیټېږي

Sep 04, 2019 - 10:24

کندهار (پژواک، ١٣ وږی ۹۸): د کندهار اوسېدونکي او چارواکي وايي، ژورې څاګانې تر ځمکې لاندې د اوبو زېرمو لپاره زیان رسوي او له مله یې هر کال تر ځمکې لاندې اوبو کچه له پنځو تر شپږو مترو ټیټېږي.

هغوی وايي، که په خپلسرې توګه د ژورو څاګانو کیندل دوام وکړي نو څو کاله وروسته به دغه ولایت د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي.

د کندهار د دامان ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو څو کلونو راهیسې په کندهار ښار او ولسوالیو کې پر خپل سر ژورې څاګانې کیندل شوې او دغه لړۍ لا هم روانه ده چې تر ځمکې لاندې یې د اوبو زېرمې اغېزمنې کړې دي.

هغه زیاته کړه، له دغو ژورو څاګانو د لمریزې برېښنا او جنراتورونو په وسیله د کروندو خړوبولو لپاره بې درېغه اوبه را ایستل کېږي چې ورسره تر ځمکې لاندې اوبه ورځ تر بلې کمېږي.

د ده په خبره، دا چې د کندهار اقلیم وچ او دښتي دی او بارانونه په کې کم دي، نو دغه زېرمې بېرته نه چارجېږي.

دی غوښتنه کوي چې چارواکي دې د خپلسرو څاګانو د کیندلو مخنیوی وکړي او دغه راز دې په کندهار ښار او ولسوالیو کې د اوبو زېرمه کولو بندونه جوړ کړي، څو تر ځمکې لاندې د اوبو کچه بېرته لوړه شي.

د ده په خبره، په دې وروستیو کې په کندهار کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ۱۵ متره ټيټه شوې ده چې اندېښمنوونکې ده.

د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي هم ورته شکایت لري او وايي چې خپلسرو ژورو څاګانو د هغوی کروندو ته زیان اړولی دی.

د دې ولسوالۍ یوه کروندګر نیازمحمد پژواک اژانس ته وویل، د کلي ترڅنګ یې په بل کلي کې خلکو پر خپل سر برمې وهلې چې دوی ته یې زیان اړولی دی.

هغه زیاته کړه، د برمو له امله د دوی په کلي کې تر ځمکې لاندې اوبه ډېرې ټیټې شوې چې له امله یې نه شي کولای خپلې ځمکې او کروندې خړوبې کړي.

دی وايي، ژورې څاګانې دې په مسلکي توګه وکیندل شي؛ ځکه همدا اوس د کندهار په ډېرو سیمو کې خلک د څښاک اوبه نه لري.

په کندهار کې د برمو او ژورو څاګانو وهل له هغه وروسته پیل شوي چې هېواد ته د لمریزې برېښنا ټکنالوژۍ لاره کړې ده.

د کندهار د ارغنداب سیندیزې حوزې رییس انجنیر توریالی محبوبي هم دغه چاره ډېره خطرناکه بولي او وايي چې دغه څه د اوبو د کمښت ګواښ رامنځته کوي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار په بېلابېلو سیمو کې هر کال تر ځمکې لاندې د اوبو کچه له ۵ تر ۶ مترو ټیټېږي او دا د خلکو لپاره یو ګواښ دی.

دی وايي، که حالت همداسې روان وي نو څو کلونه وروسته به خلک ان د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ شي.

د ده د معلوماتو له مخې، دا مهال په کندهار کې شاوخوا ۷۵۰۰ ژورې څاګانې کیندل شوې چې خلک ورڅخه د لمریزې برېښنا او ډېزلي جنراتورونو په وسیله د ورځې او شپې له پلوه اوبه را وباسي.

دی وايي، هڅه کوي د خپلسرو ژورو څاګانو کیندل ودروي او تر څنګ یې په کندهار ښار او ولسوالیو کې د اوبو چیک ډیمونه او بندونه جوړ کړي، څو د اوبو د کمښت مخنیوی وشي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ رییس سید حفیظ الله سیدي هم وايي چې خپلسرو برمو او ژورو څاګانو د دغه ولایت ۹۵ سلنه کارېزونه وچ کړي دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، په ولسوالیو کې خلک پرته له دې چې قانوني اجازه واخلي او یا ساحه و ارزوي پر خپل سر برمې وهي چې له امله یې د لسګونو کلونو پخواني کارېزونه وچ شوي او کرنه یې اغېزمنه کړې ده.

دی وايي، کندهار وچ او دښتي اقلیم لري او بشپړ کال په کې د اورښت کچه ۱۶۰ ملي متره ده چې دا ډېره کمه اندازه ده او د دغه ولایت د کرنې او تر ځمکې لاندې د اوبو زېرمو د چارج کولو لپاره په هېڅ توګه بسنه نه کوي.

نوموړي هم له خلکو وغوښتل چې ژورې څاګانې دې په مسلکي توګه ووهل شي او دغه راز د اوبو په کارولو کې دې هم سپما وشي.

د ده په باور، که هر کس د ورځې یو لېتر کمې اوبه مصرف کړي، نو په یوه ورځ کې به مو شاوخوا ۳ میلیونه لېتره اوبه سپمولې وي.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې چارواکو ژمنه کړې چې په کندهار کې د اوبو مهارولو او کرنې د ودې په موخه د دهلې په ګډون یو شمېر بندونه او چیک ډیمونه جوړېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement