ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: له افغانستانه په بيړه نه وځو

ناټو: له افغانستانه په بيړه نه وځو

author avatar
4 Sep 2019 - 19:02
ناټو: له افغانستانه په بيړه نه وځو
author avatar
4 Sep 2019 - 19:02

کابل (پژواک، ١٣ وږى ٩٨): د ناټو سازمان سرمنشي وايي چې دامريکا او طالبانو د خبرو ملاتړ کوي، خو  له افغانستانه په وتلو کې بيړه نه کوي.

د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې د وږي په ١٣مه، د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د لېتوانيا ولسمشر ګيټاناز ناوسيډا سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

هغه د لېتوانيا له حکومت او ولس څخه مننه وکړه چې په افغانستان کې يې د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموريت کې همکاري کړې ده.

لېتوانيا په افغانستان کې اوسمهال ٥٠ سرتېري لري چې دافغان ځواکونو د روزنې په برخه کې مرسته کوي.

د ناټو سرمنشي وويل چې دوى د امريکا او طالبانو د خبرو  اترو هرکلى او ملاتړ کوي، خو دا لا معلومه نه ده چې دا هوکړه به کله لاسليک شي.

ده زياته کړه، په افغانستان کې د ناټو ماوريت د دې لپاره و، څو د سياسي هواري لپاره لاره هواره شي او دا هېواد يو ځل بيا د ترهګرو پر مرکز بدل نه شي.

د نوموړي په وينا، طالبان بايد پوى شي چې د جګړې په ميدان کې يې نه شي ګټلى او همدې لپاره  خبرو اترو لپاره اماده شوي دي.

سټولټنبرګ وايي، امريکا او د ناټو متحدين افغانستان ته په ګډه تللي وو او په ګډه به ترې وځي.

خو د ناټو سرمنشي وويل چې دوى افغانستان ژر نه پرېږدي، ددوى موخه دا ده چې له افغانستان سره اوږدمهاله همکاري ولري.

ده زياته کړه، له زلمي خليلزاد سره په نږدې اړيکو کې دي، د امريکا د بهرنيو چارو وزير، د دفاع وزير او ولسمشر ټرمپ سره  د سولې د هڅو په برخه کې په جريان کې دي.

هغه زياته کړه، ناټو به د امريکا او طالبانو له هوکړې سره سم اقدامات کوي، خو ناټو به د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.