ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې  ۲۰۸ ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي

ننګرهار کې ۲۰۸ ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي

author avatar
4 Sep 2019 - 13:42
ننګرهار کې  ۲۰۸ ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي
author avatar
4 Sep 2019 - 13:42

جلال اباد (پژواک، ١٣ وږی ۹۸): د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې یې د زده کوونکو د سرپناه ستونزې د حل هڅې ګړندۍ کړې او همدا اوس په ټول ولايت کې د ۲۰۸ ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړېدو کار روان دی.

دوی دا څرګندونې د بشري مرستو پياوړتيا موسسې په همکارۍ جلال اباد ښار سربېره د بهسودو او سره رود ولسواليو د ښوونيزو ستونزو د هواري لپاره د عدالت غوښتنې په تړاو جوړې شوې غونډه کې کړې دي.

د ننګرهار د رسنيو له دفتره پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کمپاين د ازاد بحث او ډيالوګ په بڼه جوړ شوی و چې په کې د مدني ټولنو استازو، قومي مخورو، مېرمنو او د ښوونځيو شوراګانو غړو د پوهنې له رييس څخه د پوهنې په برخه کې د کړنو، لاسته راوړنو او شته ننګونو په اړه پوښتنې وکړې.

په ننګرهار کې د ښوونکو لپاره د بستونو کموالی، د ښوونځيو د سرپناه نشتوالی، د کتابونو کمښت، د غير مسلکي ښوونکو ګومارنه او نورې ستونزې هغه پوښتنې وې چې د تالار د ګډونوالو له خوا مطرح شوې.

د پوهنې رييس حسيب الله شينواري په لومړي سر کې د ننګرهار د پوهنې وضعيت تشريح کړ او وروسته يې د ګډونوالو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه وويل.

نوموړي زياته کړه چې د ښوونکو د ګومارنې پروسه د اداري اصلاحاتو کمېسيون له خوا ترسره کېږي چې تر ډېره په کې شفافيت په پام کې نيول شوی دی، خو مسلکيتوب لا هم هغه ننګونه ده چې د ښوونکو د استخدام په پروسه کې موجوده ده .

هغه وويل، د اداري اصلاحاتو په ملي کانکور کې استخدام د تحريري ازموينې پر اساس کېږي، حال دا چې د ښوونکو د تحليل ظرفيت، فيزيکي بڼه او د افهام او تفهيم مهارتونه او ظرفتونه په کې نه شي مالومېدای.

شينوراي ومنله چې لا هم په ننګرهار کې ګڼ شمېر ښوونځي سرپناه نه لري چې اوسمهال ۲۰۸ بابه ښوونځيو لپاره د ولسي تړون پروګرام له لارې په بېلابېلو سيمو کې د ودانيو جوړولو چارې پيل شوې دي.

د پوهنې رييس زياته کړه چې پوهنې وزارت سږ کال ۱۲.۵ ميليونه کتابونه چاپ کړي او ولايتونو ته يې د وېش لړۍ پيل کړې ده، چې دغه ستونزه به يو څه راکمه شي، نوموړي د ناستې له ګډونوالو وغوښتل چې معارف خپل ملکيت وګڼي، د ښوونکو او کتابونو کمښت ستونزو لپاره دې پر ولايتي کچه سربېره په مرکز کې هم عدالت غوښتنه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.