غزني ښار (پژواک، ١٣ وږى ٩٨): د غزني حکومتي چارواکي ادعا کوي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون په درېيو ولسواليو کې ٢٨ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي خو طالبان بيا دغه څرګندونې په کلکه ردوي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري نن په مرکز غزني کې خبريالانو ته وويل چې افغان ځواکونو تېره شپه په مرکز، اندړو، ده يک او قره باغ ولسواليو کې د طالبانو ضد عمليات کړي دي.
هغه وايي چې په دغو جګړو کې ٢٨ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٣ نور ټپيان شوي دي.
د نوري په وينا، په وژل شوو کې د طالبانو د اقتصاد کمېسيون مشر نورمحمد هم شامل دى.
ده وويل چې په يادو جګړو کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دغه راز د غزني د مرکز اړوند د نوغي سيمې اوسېدونکي شاه محمد پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى په سيمه کې سخته جګړه وشوه.
هغه وايي: ((تر سهاره موږ خوب نه دى کړى، ټوله شپه طيارې ګرځېدې او جګړه روانه وه.))
په ورته وخت کې د ده يک ولسوالۍ د تاسن سيمې اوسېدونکي عبدالهادي پژواک ته وويل چې تېره شپه دوى په سيمه کې هم سخته جګړه شوې ده.
ده زياته کړه: ((د همدې جګړو له امله تېره شپه دلته يوه ښځه وژل شوې ده، هره ورځ ملکي وګړو ته زيان پېښېږي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تاسن سيمه کې د پرله پسې جګړو له امله ډېرې کورنۍ غزني ښار او نورو سيمو ته کډه شوې دي.
بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په دومره لوړه شمېر طالبان په غزني کې نه دي وژل شوي.
هغه وايي: ((که موږ دومره ډېر مړه کېدای، اوس به يو طالب هم ژوندى نه واى پاتې.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن