ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سيګار: په خوست کې یو سړک له جوړېدو سمدستي وروسته بېرته تخریب شوی

سيګار: په خوست کې یو سړک له جوړېدو سمدستي وروسته بېرته تخریب شوی

author avatar
5 Sep 2019 - 17:02
سيګار: په خوست کې یو سړک له جوړېدو سمدستي وروسته بېرته تخریب شوی
author avatar
5 Sep 2019 - 17:02

خوست ښار (پژواک، ۱۴ وږی ۹۸): د امريکا سيګار اداره وايي چې د خوست- ګربزو ولسوالۍ سړک ځينې برخې د بې کيفيته جوړېدو له امله سمدستي بېرته تخریب شوی دی.

د افغانستان لپاره د بيارغونې له کارونو د امريکا متحدو ايالاتونو د څار ادارې يا سيګار په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، له ګربزو ولسوالۍ تر خوست ښاره دغه سړک چې ۷،۲ کيلومتره اوږدوالی لري، له پنځو مهمو نيمګړتياوو سره مخ دی.

سيګار زياته کړې چې د دغه سړک ساختماني شرکت د يوه پول ستنو، استنادي دېوالونو، د سړک دواړو غاړو ته د لښتيو او په ځينو نورو برخو کې د حفاظتي دېوالونو جوړولو ته د کيفيت له پلوه پاملرنه نه ده کړې.

يادې ادارې ويلي چې د يادو پنځو نيمګړتياوو له امله د دغه سړک يو شمېر برخې د ويجاړېدو له جدي ګواښ سره مخ دي او په دې سره د سيمې خلک له ګڼو سره مخ کېږي.

د سيګار په وينا، له دغه سړک نه يې دا ليدنه د ”نه تخريب د تضمين مودې‟ په پای کې کړې ده خو د سړک يادې برخې د تضمين مودې له پای ته رسېدو مخکې تخريب شوې وې.

سرچينې په ياده خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د ساختماني شرکت په وسيله د قرارداد له مخې د ياد سړک د ترميم لپاره يې د ټولګټو چارو وزارت له مسوولينو سره معلومات شريک کړي دي.

د دغه ولايت د ولايتي شورا يوه غړي سيد اصغر اکاخېل هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ياد سړک چارې څه ډول چې لازمه وه، نه دي ترسره شوې.

د نوموړي په وينا، دوی په هغه وخت کې له دغه سړک څخه پر وخت نظارت کړی او هغه ستونزې او نيمګړتياوې چې موجودې وې، اړوند دولتي ادارو سره يې شريکې کړې دي، خو وايي چې په اړه يې هېڅ کوم اقدام نه دی ترسره شوی.

اکاخېل زياتوي: ((رښتيا هم چې د دغه سړک کيفيت ښه نه دی، په هماغه وخت کې د دغه سړک ځينې برخې ړنګې شوې او څنګونه يې اوبه وهلي وو، خو که اوس دغه سړک باندې تګ راتګ پيل کړي، نو امکان لري چې په ډېره لنډه موده کې له منځه ولاړ شي.))

 

د محمدالله په نوم د ګربزو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي هم پژواک خبري اژانس ته وويل، د نورو نيمګړتياوو تر څنګ چې په دغه سړک کې موجودې دي، يوه دا هم ده چې په ځينو برخو کې يې تر ټاکلې اندازې پراخوالی هم کم دی.

هغه وايي: ((د دغه سړک په ځينو برخو کې له وړو موټرو پرته لوی موټر په اسانۍ سره نه شي تاوېدای، يانې که په راتلونکي کې د غلام خان بندر ترانزيټ کېږي او لوی بار وړونکي موټر پرې ځي، نو دا سړک ورته مناسب نه دی.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.