ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې د وروستۍ پېښې څېړنې لپاره دولتي پلاوی لېږل شوی

جلال اباد کې د وروستۍ پېښې څېړنې لپاره دولتي پلاوی لېږل شوی

author avatar
5 Sep 2019 - 11:01
جلال اباد کې د وروستۍ پېښې څېړنې لپاره دولتي پلاوی لېږل شوی
author avatar
5 Sep 2019 - 11:01

لومړى تعقيب- جلال اباد (پژواک، ١٤ وږى ٩٨): يو لوړپوړى دولتي پلاوى په ننګرهار کې د وروستۍ پېښې څېړلو په موخه دغه ولایت تللی او بلخوا د وژل شوو کسانو د کورنۍ د اتو غړو په خوشې کېدو سره خلکو لاريون پاى ته ورساوه او جسدونه يې بېرته یووړل.

د ننګرهار ولايت مقام وايي چې د ملي امنیت ٠٢ قطعې تېره شپه په جلال اباد ښار کې څلور ملکي وګړي چې ټول وروڼه وو، په شپني عملياتو کې وژلي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات تېره شپه د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې په مربوطاتو کې شوي دي.

هغه زياته کړه چې په عملياتو کې څلور ملکي وګړي چې سره وروڼه وو، وژل شوي دي.

خوږياڼي وويل چې د والي شاه محمد مياخېل په غوښتنه يو لوړپوړى پلاوی له کابله ور روان شوى او نن د ورځې ناوخته به جلال اباد ته ورسېږي.

د والي وياند وايي، والي د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره د ليدنې پر مهال د فاتحې مراسم ترسره کړل او د قضيې په هر اړخيزې څېړنې یې ورسره بحث وکړ.

بلخوا د ولسمشر ستر سلاکار ډاکتر فضل محمود فضلي پر دې پېښې د خواشينۍ څرګندولو ترڅنګ ويلي چې ټول پرې دردېدلي او غوسه دي.

هغه زياته کړې: ((زما په شمول په حکومت کې ټول مسوولین په دې کار کوي چې د پېښې څېړنه ژر تر ژره ترسره شي څو حقیقت معلوم، عدالت تامین او د پېښې مسوولین د قانون منګولو ته وسپارل شي.))

د ولسمشر بل سلاکار ضياء الحق امرخېل هم پر دې پېښې خواشيني څرګنده کړې او دا يې ستر ظللم بللى دى.

هغه زياته کړې، دغه ډول ظلمونه خلک پر دولت بې باوره کوي او شته فاصله نوره هم زیاتېږي.

امرخېل ويلي، د دې پېښې عاجله او ژوره پلټنه په کار ده او د قاتلانو د علني محاکمې غوښتنه یط کړې ده.
ده زياته کړې: ((زموږ لپاره اصلي سرې کرښې د ولس ژوند دی، هره ډله او هر څوک چې د ولس ژوند ته خطر پېښوي، مردود او د بښلو وړ نه ده.))

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار د دې پېښې د غندلو ترڅنګ ويلي چې له څلورو وژل شوو وروڼو يې يو د مشرانو جرګې سلاکار و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.