د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سيګار: په خوست کې یو سړک له جوړېدو سمدستي وروسته بېرته تخریب شوی

سيګار: په خوست کې یو سړک له جوړېدو سمدستي وروسته بېرته تخریب شوی

Sep 05, 2019 - 17:02

خوست ښار (پژواک، ۱۴ وږی ۹۸): د امريکا سيګار اداره وايي چې د خوست- ګربزو ولسوالۍ سړک ځينې برخې د بې کيفيته جوړېدو له امله سمدستي بېرته تخریب شوی دی.

د افغانستان لپاره د بيارغونې له کارونو د امريکا متحدو ايالاتونو د څار ادارې يا سيګار په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، له ګربزو ولسوالۍ تر خوست ښاره دغه سړک چې ۷،۲ کيلومتره اوږدوالی لري، له پنځو مهمو نيمګړتياوو سره مخ دی.

سيګار زياته کړې چې د دغه سړک ساختماني شرکت د يوه پول ستنو، استنادي دېوالونو، د سړک دواړو غاړو ته د لښتيو او په ځينو نورو برخو کې د حفاظتي دېوالونو جوړولو ته د کيفيت له پلوه پاملرنه نه ده کړې.

يادې ادارې ويلي چې د يادو پنځو نيمګړتياوو له امله د دغه سړک يو شمېر برخې د ويجاړېدو له جدي ګواښ سره مخ دي او په دې سره د سيمې خلک له ګڼو سره مخ کېږي.

د سيګار په وينا، له دغه سړک نه يې دا ليدنه د ”نه تخريب د تضمين مودې‟ په پای کې کړې ده خو د سړک يادې برخې د تضمين مودې له پای ته رسېدو مخکې تخريب شوې وې.

سرچينې په ياده خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د ساختماني شرکت په وسيله د قرارداد له مخې د ياد سړک د ترميم لپاره يې د ټولګټو چارو وزارت له مسوولينو سره معلومات شريک کړي دي.

د دغه ولايت د ولايتي شورا يوه غړي سيد اصغر اکاخېل هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ياد سړک چارې څه ډول چې لازمه وه، نه دي ترسره شوې.

د نوموړي په وينا، دوی په هغه وخت کې له دغه سړک څخه پر وخت نظارت کړی او هغه ستونزې او نيمګړتياوې چې موجودې وې، اړوند دولتي ادارو سره يې شريکې کړې دي، خو وايي چې په اړه يې هېڅ کوم اقدام نه دی ترسره شوی.

اکاخېل زياتوي: ((رښتيا هم چې د دغه سړک کيفيت ښه نه دی، په هماغه وخت کې د دغه سړک ځينې برخې ړنګې شوې او څنګونه يې اوبه وهلي وو، خو که اوس دغه سړک باندې تګ راتګ پيل کړي، نو امکان لري چې په ډېره لنډه موده کې له منځه ولاړ شي.))

 

د محمدالله په نوم د ګربزو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي هم پژواک خبري اژانس ته وويل، د نورو نيمګړتياوو تر څنګ چې په دغه سړک کې موجودې دي، يوه دا هم ده چې په ځينو برخو کې يې تر ټاکلې اندازې پراخوالی هم کم دی.

هغه وايي: ((د دغه سړک په ځينو برخو کې له وړو موټرو پرته لوی موټر په اسانۍ سره نه شي تاوېدای، يانې که په راتلونکي کې د غلام خان بندر ترانزيټ کېږي او لوی بار وړونکي موټر پرې ځي، نو دا سړک ورته مناسب نه دی.))

پر دغه سړک ۴،۵ ميليونو امريکايي ډالر لګښت شوی و چې د امريکا متحدو ايالتونو د پوځ د انجنيرۍ ډلې يا Corps ورکړی و.

بل پلو د خوست ولايتي اداره بيا وايي، ټولې هغه پروژې چې د امريکا متحده ايالتونو د پوځ د انجنيرۍ ډلې له خوا پلې کېدې، ټولې چارې يې هغوی مخکې بيولې او له افغان حکومت سره يې هېڅ ډول معلومات نه شريکول.

د خوست والي محمد حليم فدايي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل، دا اوس په هغوی پورې اړه لري، هغه قرارداديان چې دوی انتخاب کړي او هغه افسر چې د قراردادونو د لاسليکولو مسوول و، له هغه سره څه ډول چلند کوي.

ده زياته کړه: ((په ځينو حالاتو کې داسې هم شوي چې د دې ډول پروژو مکمل اسناد افغان حکومت ته نه دي سپارل شوي او ځيني پروژې نيمګړې پاتې شوې دي چې تر ډېره بريده دغه ډول پروګرامونه مستقيماً د امريکا متحده ايالاتو پوره تړاو لري، نه په افغان حکومت پورې.))

فدايي زياتوي، که سيګار په کتبي ډول باندې له ټولو اسنادو او جزياتو سره د يادې پروژې قراردادي شرکت افغان حکومت ته معرفي کړي، نو افغان حکومت به بيا د تدارکاتو قانون او د خپلو نافذه قوانينو په چوکاټ کې ورسره چلند وکړي.

د خوست- ګربزو ولسوالۍ ترمنځ د دغه اووه کيلومتره سړک د جوړېدو چارې د يوه افغاني شرکت (باتور ساختماني شرکت) په وسيله په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې پيل او په ۲۰۱۷ کال کې بشپړې شوې.

پژواک هڅه وکړه چې د اړوند ساختماني شرکت نظر هم واخلي، خو له ډېرو هڅو سره سره بيا هم د هغوی د نظر پر اخيستو بريالي نه شوو.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement