ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښځې فعالانې: د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې جزئیات دې له خلکو سره شریک شي

ښځې فعالانې: د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې جزئیات دې له خلکو سره شریک شي

author avatar
5 Sep 2019 - 15:56
ښځې فعالانې: د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې جزئیات دې له خلکو سره شریک شي
author avatar
5 Sep 2019 - 15:56

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۹۸): يو شمېر ښځو فعالانو له حکومت او وسله والو طالبانو د اوربند غوښتنې ترڅنګ ټينګار کړی چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې جزئيات دې له خلکو سره شريک کړاى شي.

د اړوندې موضوع په اړه د ښځو د سيمې ييزې او عدالت غوښتنې شبکې غړو نن په کابل کې خبري غونډه جوړه کړې وه.

په دې غونډه کې د ښځو د سيمه ييزې شبکې غړې حميرا ثاقب وويل، که د سولې پروسه وځنډول شي، تر سلو کلونو به افغانستان د سولې مخ ونه ګوري او جګړه به همداسې روانه وي.

د هغې په اند، که اوربند اعلان نه شي نو نه به ټاکنې ترسره شي او نه به هم د سولې لپاره زمينه برابره شي.

د ثاقب په وينا، په هېواد کې وروستيو پېښو خلک اندېښمن کړي او د سولې په اړه شکونه رامنځته کړي دي.

ثاقب زياتوي: ((د اسلامي امارت له دورې ښځې ترخې خاطرې لري او نه غواړي چې هغه ترخې خاطرې بيا و ازمايي.))

دغه راز د همدې شبکې بلې غړې زرقا يفتلي وايي چې د سولې خبرې بايد پټې ونه ساتل شي؛ ځکه خلکو ته بيا شکونه پيدا کوي.

دې ټينګار وکړ چې د سولې په خبرو کې دې د ښځو او مدني ټولنو لاسته راوړنې په پام کې ونيول شي او په دې پروسه کې د ګډون ونډه دې ورکړل شي.

د يادې غونډې په پای کې يو پرېکړه ليک هم صادر شو.

په پرېکړه ليک کې د اوربند پر کېدو، له خلکو سره د سولې خبرو پر شريکولو، د سولې په پروسه کې د ښځو پر ونډې، له دې پروسې د څارنې پر يوې کمېټې او پر ځينو نورو مواردو ټينګار شوى دى.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د استازو ترمنځ د افغان سولې په تړاو نهم پړاو خبرې پاى ته ورسېدې چې په اصولو کې دواړو لورو د سولې پر هوکړې موافقه کړې خو د وروستۍ پريکړې لپاره يې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ته استولى دى.

بل لور ته افغان حکومت پر دې هوکړې نيوکه لري او وايي چې جزئيات له دوی سره نه دي شريک شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.