ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خان اباد ولسوال: د طالبانو د پرمختګ مخنیوي لپاره مرستندوی ځواکونو ته اړتیا ده

د خان اباد ولسوال: د طالبانو د پرمختګ مخنیوي لپاره مرستندوی ځواکونو ته اړتیا ده

author avatar
6 Sep 2019 - 12:00
د خان اباد ولسوال: د طالبانو د پرمختګ مخنیوي لپاره مرستندوی ځواکونو ته اړتیا ده
author avatar
6 Sep 2019 - 12:00

کندوز ښار (پژاوک، ١٥ وږى ٩٨): د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده چې له امله يې د کندوز- تخار عمومي لار هم تړل شوې ده.

د خان اباد ولسوال حيات الله اميري د وږي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار  شاوخوا څلور بجې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ پر بېلابېلو سيمو ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.

هغه وايي چې د طالبانو بريدونه د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي خو د جګړې له امله د کندوز- تخار لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

ولسوال زياته کړه: ((طالبان د پرمختګ په حال کې دي، موږ مرستندوی ځواکونو ته سخته اړتيا لرو.))

په ورته وخت کې د خان اباد بازار اوسېدونکي عبدالجليل پژواک ته وويل چې طالبان د ولسوالۍ بازار ته ډېر نږدې شوي دي.

ده هم وويل، که چېرې مرستندوی ځواکونه ور ونه رسېږي، ډېر ژر به دغه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس سقوط وکړي.

بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه جګړې تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو له څو لورو پر خان اباد ولسوالۍ ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.

هغه وايي چې طالبانو د دغو بريدونو پر مهال ګڼ شمېر امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې او د تخار-کندوز لويه لار يې د حکومتي ځواکونو پر مخ تړلې ده.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

د يادونې ده، پنځه ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د کندوز ښار پر مرکز ډله ييز بريد وکړل چې په ترڅ کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.