کابل (پژواک، ١٦ وږى ٩٨) : دافغانستان د ١٩ کلنو کرکټ ملي لوبډلې په اسيايي سياليو کې کويټ ته په ماتې ورکولو سره په دې سياليو کې دويمه بريا ترلاسه کړه.
دا پنځوس اووريزې سيالۍ د وږي به ١٤مه په سريلانکا کې پيل شوې چې په کې داسيا داتو هېوادونو، افغانستان، پاکستان، هندوستان، سريلانکا، بنګله دېش، نيپال، کويټ او متحده عربي اماراتو لوبډلو برخه اخيستې ده.
افغانستان نن خپله دويمه لوبه له کويټ سره وکړه، ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه.
د کويټ د ١٩ کلنو لوبډلې په ٢٨ اوورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو سره٨٥ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د٨٦ منډو هدف ورکړ.
دافغانستان له لوري شفیق الله غفاري ۳، نوراحمد او فضل الحق دوه ـ دوه او عبدالرحمن یوه ويکټه ترلاسه کړه.
دافغانستان ١٩ کلنو لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په ديارلسم اوور کې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګـټله. فرحان زاخېل تر ټولو زياتې ٣٨ او رحمان الله٢٨ منډې جوړ ې کړې.
افغانستان تر دې مخکې پاکستان ته ماتې ورکړې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن