ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د بنګله دېش پر وړاندې ټسټ لوبه کې برلاسى دى

افغانستان د بنګله دېش پر وړاندې ټسټ لوبه کې برلاسى دى

author avatar
7 Sep 2019 - 17:46
افغانستان د بنګله دېش پر وړاندې ټسټ لوبه کې برلاسى دى
author avatar
7 Sep 2019 - 17:46

کابل (پژواک، ١٦ وږى ٩٨): افغانستان د بنګله دېش پر وړاندې د کرکټ روانه ټسټ لوبه کې برلاسى او د ګټلو چانس يې ډېر شوى دى.

د دې پنځه ورځنۍ لوبې پچه  افغانستان ګټلې  او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه کړې وه.

د افغانستان ملي لوبډلې د دې لوبې په لومړي اننګز کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو سره ٣٤٢ منډې جوړې کړې؛  د افغانستان له لوري رحمت شاه ١٠٢، اصغر افغان ٩٢، راشد خان ٥٢، افسر ځاځي ٤١ او ابراهيم ځدراڼ د پام وړ ٢١ منډې جوړې کړې.

د بنګله دېش لوبډلې د راشد خان د ښې توپ اچونې له امله ٢٠٥ منډې جوړې کړې؛ راشد خان ٥، محمد نبي، يمين او قيس احمد يو يو لوبغاړي وسوځول.

دغه راز په لومړي اننګز کې افغانستان پر بنګله دېش ١٣٧ منډې زياتې کړې.

افغانستان نن د ورځې د لوبې تر پايه پورې په خپل دويم اننګز کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٣٧ منډې جوړکړې او اته لوبغاړي يې سوځېدلي، په دويم اننګز کې ابراهيم ځدراڼ په زړه پورې  لوبه وکړه او ٨٧ منډې يې جوړې کړې،  دغه راز اصغر افغان هم يو ځل بيا پنځوسيزه ووهله او په ٥٠ منډې يې جوړې کړې.

افسر ځاځى په ٣٤ او يمين احمدزى په صفر ناسوځېدلي پاتې دي. د افغانستان ټولې منډې ٣٧٤ شوې او دوه لوبغاړي يې لاپاتې دي.

افغانستان به اوس بنګله دېش ته هدف ورکوي او بنګله دېش د دې هدف ترلاسه کولو لپاره دوه ورځې لري او افغان  توپ اچوونکي به يې د سوځولو هڅه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.