فراه ښار (پژواک، ١٦ وږى ٩٨): د فراه ولایت امنیتي سرچینې وايي چې ددغه ولایت انار دره ولسوالي طالبانو ونیوله.
د فراه د پولیسو ویاند محب الله محب پژواک خبري اژانس ته وویل، طالبانو تېر ماښام د انار درې ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ ودانۍ هم نیولې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، طالبانو تېره پنجشنبې پر انار درې ولسوالۍ ډله ییز برید وکړ او له دوو ورځو جګړې وروسته وتوانېدل چې د ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ ودانۍ هم ونیسي.
نوموړي زیاته کړه، د انار درې ولسوالۍ په مرکز کې مېشت امنیتي سرتېري د شمېر د کموالي له امله شاتګ ته اړ شوي دي.
د فراه د پولیسو ویاند وویل، امنیتي پولیس اوس د ملي اردو په مرکز کې مېشت دي.
بلخوا محب وویل، تېره شپه هوايي ځواکونو د طالبانو د ځپلو لپاره په یاده ولسوالۍ کې عملیات کړي چې له امله یې اته وسله وال وژل شوي او دوه پولیس ټپیان دي.
طالبانو د خبرپاڼې په خپرولو د یادې ولسوالۍ سقوط منلی دی.
په ورته وخت کې ۲۰۷ ظفر قول اردو په خبرپاڼه کې ویلي چې په فراه ولایت کې د هوايي ځواکونو په عملیاتو کې ۵۵ طالبان وژل شوي او ټپیان دي.
د ۲۰۷ ظفر قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي: ((د فراه ولایت په مرکز ریګي او زمان خان کلا په شمال کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو د سرګروپ مولوي فاضل، د طالبانو د ستخباراتو د مرستیال مولوي نوراحمد چکاني، د طالبانو د سرګروپ قوماندان مولوي داوود په ګډون ۲۰ وسله وال وژل شوي او اته نور ټپیان دي.))
سرچینې زیاته کړې، د فراه ولایت په مرکز زوري کلي کې هم د هوايي عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، د وسله والو مخالفینو پنځه میله کلاشینکوفونه، یو میل راکټ او یوه ایکم مخابره د امنیتي سرتېرو لاس ته ورغلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن