ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار ولايتي شورا: “٠٢” قطعې د څلورو وروڼو په وژلو سره جنګي جنايت کړى

د ننګرهار ولايتي شورا: “٠٢” قطعې د څلورو وروڼو په وژلو سره جنګي جنايت کړى

author avatar
7 Sep 2019 - 15:37
د ننګرهار ولايتي شورا: “٠٢” قطعې د څلورو وروڼو په وژلو سره جنګي جنايت کړى
author avatar
7 Sep 2019 - 15:37

جلال  اباد (پژواک، ١٦ وږى ٩٨) : د ننګرهار ولایتي شورا غړي وايي چې په جلال اباد ښار کې د صفر دوه قطعې په عملیاتو کې د څلورو وروڼو وژل جنګي جنايت بولي.

 دوی له مرکزي او ولایتي ادارو د يادو ځواکونو د خپلسرو عملیاتو د مخنیوي او د قانون منګولو ته يې د عاملينو د سپارلو غوښتنه هم کوي.

دوه ورځې مخکې د ملي امنيت د ٠٢ قطعې ځانګړو ځواکونو د جلال اباد ښار په څلورمه ناحيه کې عمليات کړي چې  په ترڅ کې يې ديوې کورنۍ څلور  غړي چې وروڼه وو، وژلي وو.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي ادعا کوي چې د صفر دوه قطعې په عملیاتو کې وژل شوي څلور وروڼه بې ګناه او ياده پېښه يو جنګي جنایت دی .

د ولايتي شورا رييس احمدعلي حضرت د وږي په ١٦مه، په يوه خبري غونډه کې وويل، دا لومړۍ پېښه نه ده، تر دې وړاندې هم د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې يادې قطعې ورته وژنې ترسره کړې دي .

هغه  له ولایتي ادارې وغوښتل چې د پېښې د څېړلو په موخه دې له پلازمېنې راغلى پلاوى په واقعي ډول د دغې پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.

ده وويل، دوى دافغان ځواکونو له عملياتو سره مخالف نه دي، بلکې له عملياتو مخکې دې سم کورډيناټ وشي او د هدف په اړه دې سم معلومات ترلاسه کړي.

د ولايتي شورا رييس زياته کړه، تر اوسه د عملياتو او درا غلي پلاوي د څېړنو په اړه له دوى سره چا معلومات نه دي شريک کړي.

د ولايتي شورا غړي ناصر کامه وال پژواک ته وويل، دا يو وحشت و او جنګي جنايت ترسره شوى دى.

هغه زياته کړه، چې وژل شوي کسان بې ګناه وو او تر دې مخکې يې هم پر خوږياڼو، حصارک، چپرهار او جلال اباد ښار کې دا ډول عمليات کړي دي.

دى وايي، دوى هېڅ چاته ځواب ورکوونکي نه دي او خپلسري عمليات کوي.

په همدې حال کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وايي چې د ولایتي ادارې په غوښتنه له مرکزه يو پلاوى د يادې پېښې د څېړنې په موخه ننګرهار ته راغلى او دوى ترې غوښتي ترڅو ياده پېښه دقیقه وڅېړي او جزيیات يې ورسره شريک کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.