ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ د ناواپاس لاره تر پنځو کلونو وروسته د وسله والو له شتونه پاکه شوه

د کونړ د ناواپاس لاره تر پنځو کلونو وروسته د وسله والو له شتونه پاکه شوه

author avatar
7 Sep 2019 - 18:19
د کونړ د ناواپاس لاره تر پنځو کلونو وروسته د وسله والو له شتونه پاکه شوه
author avatar
7 Sep 2019 - 18:19

اسعداباد (پژواک، ١٦ وږى ٩٨): د کونړ امنيتي مسوولين وايي، تر پنځو کلونو وروسته د ډيورنډ پر فرضي کرښه د ناواپاس لاره له ناامنيو او ننګونو څخه پاکه شوه.

دا لاره د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې موقعيت لري چې د ډيورنډ کرښې هغې غاړې مهمند او باجوړ ايجنسۍ سره نښلوي. دا لويه لاره له تېرو پنځو کلونو راهيسې د ناامنيو له امله د خلکو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې وه او ان افغان حکومت به هم د ډيورنډ پر پوله صفري نقطه کې خپل سرحدي ځواکونه د هوا له لارې تجهيزول او تمويلول.

په ختيځ کې د سرحدي لوا قوماندان بريد جنرال محمد ايوب حسين خېل، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ د ناواپاس لويه لاره چې د ډيورنډ هغې غاړې د مهمندو او باجوړ ايجنسۍ سره نښلوي، له تېرو پنځو کلونو راهيسې د ناامنيو له امله بنده وه.

ده زياته کړه، د دغې لارې د خلاصولو لپاره افغان ملي او دفاعي ځواکونو له تېرو درې ورځو راهيسې عمليات وکړل، چې په پايله کې يې نن دا لاره د وسله والو له شتون څخه پاکه کړه.

د هغه په وينا، د دې لارې په اوږدو کې به د امنيت د لا ډاډ لپاره نوې امنيتي پوستې جوړې کړي.

د کونړ امنيه قوماندان سمونمل شفيق الله سهار پژواک ته وويل، په دغو درې ورځنيو عملياتو کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او افغان ځواکونو ته هيڅ زيان نه دى رسېدلى.

دى زياتوي: "هر هغه څوک چې د افغان ملي او دفاعي ځواکونواو عام ولس پر وړاندې ستونزې او ننګونې را پیدا کوي، که هغه طالبان وي که داعش او که نورې جنګي ډلې چې د افغانستان ملي بیرغ او قوانینو ته احترام نه لري،  ټول زموږ دښمنان دي او غاښ ماتوونکی ځواب به ورکوو."

د سرکاڼو يو اوسېدونکى محمد اسماعيل تاييدوي چې دا لاره خلاصه شوه، خو له امنيتي ځواکونو غواړي چې دې ته ورته نورې لارې هم چې د ناامنيو له امله بندې دي، د عملياتو په ترڅ کې خلاصې کړي، ترڅو د سرحدي ولسواليو ستونزې هوارې شي.

پخوا به له همدې لارې د کونړ خلکو په ځانګړي توګه د سرکاڼو اوسېدونکو د ډيورنډ فرضي کرښې هغې غاړې مېشتو پښتنو سره خپلوۍ او اړيکې پاللې، خو له کلونو راهيسې د ناامنيو له امله نه يواځې دغه اړيکې شلېدلې دي، بلکې د کرښې د دې غاړې اوسېدونکو د پاکستانيو توغنديزو بريدونو له وېرې خپلې مېنې پرېيښي او نورو خوندي سيمو ته کډه شوي دي.

د کونړ سرکاڼو، مروره، دانګام او ناړې هغه ولسوالۍ دي چې خلک يې د کرښې له هغې غاړې سره د موټرو له لارې تګ راتګ کوي.

د ويلو ده چې طالبانو د وژل شويو پنځو وسله والو او د دې  عملياتو په تړاو څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.