ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د پکتیکا شپږ سیمه ییز خبریالان بېرته خوشي کړي

طالبانو د پکتیکا شپږ سیمه ییز خبریالان بېرته خوشي کړي

author avatar
8 Sep 2019 - 11:49
طالبانو د پکتیکا شپږ سیمه ییز خبریالان بېرته خوشي کړي
author avatar
8 Sep 2019 - 11:49

ښرنه (پژواک، ١٧ وږى ٩٨): د وسله والو طالبانو له لوري د پکتيکا شپږ نيول شوي سيمه ييز خبريالان بېرته خوشي شوي دي.

وړمه ورځ وسله والو طالبانو د پکتيکا- پکتيا پر لويه لار د زرمت ولسوالۍ په سورکۍ سيمه کې د پکتيکا شپږ سيمه ييز خبريالان له موټره ښکته کړي او له ځان سره یې بيولي وو.

خو د بيول شوو خبريالانو له ډلې په پکتيکا کې د کليد راډيو خبريال خيرالدين د وږي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته طالبانو دوى بېرته خوشي کړي دي.

هغه وويل: ((طالبانو له موږ سره بد چلند نه دى کړى او د خوشې کولو پر مهال يې بښنه هم غوښتې ده.))

دغه راز د پکتيکا د امنيې قواماندانۍ وياند شاه محمد ارين هم پژواک ته وويل چې نيول شوي خبريالان بېرته خوشي شوي دي.

هغه زياته کړه: ((دا د خبريالانو حق دى چې موږ يې بايد امنيت تامين کړو، خو طالبانو نيولي وو او بېرته يې خوشي کړي دي او دا مهال خپلو کورونو ته رسېدلي دي.))

په ورته وخت کې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم پژواک ته وويل چې د دوى له لوري نيول شوي خبريالان بېرته خوشې شوي دي.

مجاهد زياته کړه: ((اوله کې نه وو پېژندل شوي، نو ځکه نيول شوي وو کله چې وپېژندل شول نو بېرته خوشي شول.))

د يادونې ده، په نيول شوو کې د مېلمه راډيو، کليد راډيو، پښتون غږ راډيو، ياران راډيو او ملي راډيو خبريالان شامل وو چې پکتيکا ولايت ته په يوه روزنيز ورکشاپ کې د ګډون په موخه روان و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.