ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان له بنګله دېش څخه د ټسټ لوبې ګټلو په درشل کې دى

افغانستان له بنګله دېش څخه د ټسټ لوبې ګټلو په درشل کې دى

author avatar
8 Sep 2019 - 17:58
افغانستان له بنګله دېش څخه د ټسټ لوبې ګټلو په درشل کې دى
author avatar
8 Sep 2019 - 17:58

کابل  (پژواک، ١٧ وږى ٩٨): افغانستان  بنګله دېش ته د ګټلو لپاره په ټست لوبه کې د ٣٩٨ منډو هدف ورکړى، خو د افغانستان د بريا چانس ډېر شوى دى.

سبا ددې پنځه ورځنۍ ټسټ لوبې وروستۍ ورځ ده، افغانستان د بريا لپاره بايد د بنګله دېش وروستي څلور لوبغاړي وسوځوي او بنګله دېش ته د ګټلو لپاره ٢٧٧ نورې منډې په کار دي، چې نا ممکن ښکاري.

د افغانستان لوبډلې نن سهار په ٢٣٧ منډو خپله لوبه پيل کړه، خو يمين احمدزي او ظاهر خان ژر ژر وسوځېدل ، افسر ځاځى په ٤٨ منډو ناسوځېدلى پاتې شو. افغانستان په دويم اننګز کې ١٦٠ مندې جوړې کړې او د لومړي ا ننګز ١٣٧ اضافي منډو سره يې بنګله دېش ته د ٣٩٨ منډو هدف ورکړ.

د بنګله دېش لوبغاړو يوځل بيا د افغان توپ اچوونکو مقابله ونه شواى کړاى او په وقفه ييز ډول يې لوبغاړي وسوځېدل.

نن د ځلورمې ورځې تر پايه پورې بنګله دېش په خپل دويم اننګز کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٣٦ منډې جوړې کړې وې.

د افغانستان له لوري راشد خان ٣ ، ظاهر خان ٢ او محمد نبي يو لوبغاړى سوځولى و.

سبا ددې لوبې وروستۍ ورځ ده، که باران ونه شو او هوا صافه وه، نو امکان شته چې افغانستان به پاتې لوبغاړي وسوځوي او په ټسټ لوبو کې به دويمه بريا خپله کړي.

تر اوسه افغانستان دوه ټسټ لوبې کړې، چې له ايرلينډ څخه يې ګټلې او له هندوستان څخه يې ماتې منلې وه.

که چېرې افغانستان دا لوبه وګټي نو له اسټراليا وروسته به افغانستان دويم هېواد شي چې په خپلو لومړيو درېيو ټسټ لوبو کې يې دوه ګټلې وي.

بنګله دېش په لومړيو ټسټ لوبو کې دوه، هندوستان په ٣٠ او پاکستان په لومړيو ١٢ لوبو کې دوه لوبې ګټلې وې.

تردې مخکې د افغانستان ملي لوبډلې د دې لوبې په لومړي اننګز کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو سره ٣٤٢ منډې جوړې کړې؛  د افغانستان له لوري رحمت شاه ١٠٢، اصغر افغان ٩٢، راشد خان ٥٢، افسر ځاځي ٤١ او ابراهيم ځدراڼ د پام وړ ٢١ منډې جوړې کړې.

د بنګله دېش لوبډلې د راشد خان د ښې توپ اچونې له امله ٢٠٥ منډې جوړې کړې؛ راشد خان ٥، محمد نبي، يمين او قيس احمد يو يو لوبغاړي وسوځول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.