غزني ښار (پژواک، ١٧ وږى ٩٨): د غزني چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو د دغه ولايت د اصنافو شورا رييس وژلى او په يوه بله پېښه کې دوه طالبان د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د وږي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپېژاندو وسله والو نن سهار د غزني ښار په مغلان سيمه کې د دغه ولايت د اصنافو شورا رييس نظرمحمد خيرزاده د خپل کور مخې ته وژلى دى.
ده وويل چې د يادې پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
دغه راز د مغلان سيمې اوسېدونکي جمشيد پژواک ته وويل چې خيرزاده د بې غږه تومانچې په وسيله وژل شوى دى.
هغه زياته کړه: ((خيرزاده په ولايت کې هم دنده درلوده، غوښتل یې چې وظيفې ته ولاړ شي، موټرسايکل سپرو پرې ډزې وکړې او مړ يې کړ.))
د يو بل خبر له مخې، د غزني د والي وياند وايي، تېره شپه دوو طالبانو غوښتل د غزني ښار د شمس بابا په سيمه کې پر لويه لار ماين ځاى پر ځاى کړي چې چاودنه یې پرې کړې او دواړه وژل شوي دي.
نوموړي دا هم وويل چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال هغه څلور طالبان وژل هم شوي چې د کابل- کندهار پر لويه لار به يې له خلکو په زور پيسې ترلاسه کولې.
ده وويل چې د دغو عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو نهه موټرسايکل، يو روغتيايي مرکز او ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
د يادو پېښو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن