ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان د بادپښ ولسوالۍ ښوونځي هېڅ ښځې ښوونکې نه لري

د لغمان د بادپښ ولسوالۍ ښوونځي هېڅ ښځې ښوونکې نه لري

author avatar
8 Sep 2019 - 16:09
د لغمان د بادپښ ولسوالۍ ښوونځي هېڅ ښځې ښوونکې نه لري
author avatar
8 Sep 2019 - 16:09

جلال اباد (پژواک، ١٧ وږی ۹۸): د لغمان د پوهنې رياست چارواکي وايي، تر اوسه د دغه ولايت په بادپښ ولسوالۍ کې هېڅ ښځينه ښوونکې او زده کوونکې نشته.

دوی وايي، تازه يې د ځايي قومي مشرانو په همکارۍ هلې ځلې پيل کړې څو روان کال د نجونو زده کوونکو څلور ټولګي رامنځته کړي.

هغوى زياتوي، له دولت شاه او بادپښ پرته په نورو ټولو ولسواليو کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې خنډونه نشته او په دغو ولسواليو کې يې هم د ستونزو د حل لپاره له قومي مشرانو او ځايي خلکو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د لغمان د پوهنې رييس عبدالله حميدي د وږي په ۱۸مه پژواک اژانس ته وويل، په لغمان کې ټولټال ۷۶زره او ۷۵۴ ښځينه زده کوونکي پر زده کړو بوختې دي چې د يو شمېر نارینه وو ترڅنګ د ۶۷۰ ښځينه ښوونکو له لوري زده کړې ورکول کېږي.

دی وايي: ((موږ ۳۳۵ رسمي ښوونکې لرو، ۲۲۵ قراردادي دي او ۵۵ يې حق الزحمه يي ښوونکې دي چې له دې ډلې يو سلنه يې ليسانس، ۶۳ سلنه ۱۴ پاس او ۲۹ سلنه يې ۱۲پاس ښوونکې دي.))

د رييس د معلوماتو له مخې، په ټول لغمان کې ۹۴ ځانګړي او ۱۰۳ ګډ ښوونځي لري چې ۷۰ سلنه يې د ودانيو لرونکي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې: ((۳۲ ابتدايه ښوونځي، ۱۹ منځني ښوونځي او ۴۴ لېسې دي، د نجونو ځانګړې دي، دغه راز ۲۲ لېسې، ۳۲ متوسطې او ۶۹ ابتدايه ښوونځي دي چې دا ګډ دي، يو وخت په کې هلکان زده کړې کوي او بل وخت نجونې تعليم ته ورځي.))

عبدالله حميدي وايي، د دغه ولايت په بادپښ ولسوالۍ کې تر اوسه هېڅ ښځينه ښوونکې او زده کوونکې موجودې نه دي خو د ځايي خلکو او قومي مشرانو په همکارۍ پلان لري چې سږ کال په دې ولسوالۍ کې د نجونو څلور ټولګي رامنځته کړي چې په مېزان مياشت کې به ورته نوم ليکنه کېږي.

هغه زياتوي، پر بادپښ سربېره په دولت شاه ولسوالۍ کې هم د ښځينه زده کوونکو د زده کړو پر وړاندې يو څه خنډونه شته خو د مرکز په ګډون په نورو ټولو ولسواليو کې هېڅ ستونزه موجود نه ده.

د پوهنې د رييس د معلوماتو له مخې، يو شمېر هغه زده کوونکې چې تېر کال له دوولسم ټولګي فارغې شوې، له ډلې يې ۷۵ بېرته په هماغو ښوونځيو کې پر دنده ګومارل شوې دي.

په همدې حال کې د لغمان د ولايتي شورا غړې راضيې نيازۍ په بادپښ کې د ښځينه زده کوونکو او ښوونکو نه موجوديت د اندېښنې وړ ګڼي او وايي، که دا ستونزه حل نه شي نو دغه ولسوالۍ به په راتلونکو ډېرو کلونو کې له پرمختګه پاتې وي.

هغه له ولايتي ادارې او په ځانګړې توګه د پوهنې له ادارې يادې ستونزې ته د توجه غوښتنه کوي او وايي، ټولو ولسواليو ته بايد يو شان خدمات وړاندې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.