د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل پولیس د شهيدانو او محرم د اونۍ د امنیت د ټینګولو خبر ورکوي

د کابل پولیس د شهيدانو او محرم د اونۍ د امنیت د ټینګولو خبر ورکوي

Sep 08, 2019 - 19:32

کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۹۸): د کابل امنیه قومانداني د شهيدانو او محرم د اونۍ په اړه د امنیت د ټينګښت خبر ورکوي او غواړي د ولسمشریزو ټاکنو لپاره هم امنیت تامين کړي.

د وږي اتلسمه د احمد شاه مسعود د وژل کېدو له نېټې سره برابره ده چې هر کال «د افغانستان د شهیدانو» په نامه په رسمي ډول نمانځل کېږي. دغه راز د عاشورا ورځ د مسلمانانو یوه مذهبي ورځ ده، چې هر کال د افغانستان په ګډون په نورو اسلامي هېوادونو کې په ځانګړو مراسمو کې لمانځل کېږي.

د وږي ۱۹مه چې د محرم یا عاشورا له ورځې سره برابره ده، په ټول هېواد کې عمومي رخصتي وي.

د کابل امنیه قوماندان لوی پاسوال محمد روشندل چې نن یې خلکو ته د ټاکنیز پوهاوي او له خلکو سره د پولیسو همغږۍ تر عنوان لاندې غونډه کې خبرې کولې، وویل، د کابل پوليسو د وږي مياشتې د ١٨مې نېټې او د عاشورا ورځې د مراسمو د امنيت ټينګښت ته بشپړ تيارلى نيولى دى.

هغه همدارنګه د امنیت د ټینګښت د ۵۹ ټاکنیزو مبارزو د ناستې د امنیت خبره وکړه او ويې ویل: "امنیتي ځواکونه پوره چمتو دي ترڅو د په مختلفو برخو کې د ولسمشرۍ د ټاکنو امنیت ونیسي."

نوموړي په ولسمشریزو ټاکنو کې د امنیتي ځواکونو پر بې پلوۍ ټینګار وکړ او ويې ویل، د پولیسو ځواکونه شپه او ورځ د خلکو په خدمت کې دي او کوښښ کوي چې د ټاکنو لپاره امنیت برابر کړي.

له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت د ولسي پولیسو رئیس عبدالمعین معین د امنیت په ټينګښت کې د خلکو همکاري مهمه وبلله او زیاته یې کړه: "په اوسني حالت کې هېواد په جنګ کې دى او د رڼو ټاکنو د ترسره کولو لپاره د خلکو همکارۍ ته اړتیا ده."

همدارنګه د کابل ولايت د ټاکنيزو چارو رياست سرپرست وحیدالله تړون د رڼو ټاکنو پر ترسره کېدو د ټينګار کولو ترڅنګ وویل: «زه ډاډ درکوم چې د ولسمشرۍ ټاکنې به له تېرو ټاکنو رڼې او متفاوتې وي.»

هغه د ملا امامانو او د ښوونځيو د مدیرانو نه همکاري اندېښمن کړی چې ځینې ملا امامان او د مکتبونو مدیران نه حاضریږي چې جوماتونه او ښوونځي د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپاري ترڅو ټاکنې په کې ترسره کړي.

نوموړي په دې اړه د ګذر له وکیلانو د مرستې غوښتنه وکړه.

خو د نهمې ناحیې د ګذر وکیلانو رئیس ببرک صافي د ملا امامانو نه همکارۍ ته په اشارې سره وویل چې په تېرو کې ولیدل شول چې نارینه او ښځینه کارکوونکو به د جوماتونو په دننه د دې سپېڅلو ځايونو احترام نه کاوه او ان تردې چې لاسونه به يې سره اچول، له همدې امله حاضر نه دي چې په دې اړه همکاري وکړي.

تمه ده چې ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکې تلې میاشتې په شپږمه ترسره شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement