د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار لاريون کوونکي : ملي امنيت د جومات ملا امام وژلى

د کندهار لاريون کوونکي : ملي امنيت د جومات ملا امام وژلى

Sep 08, 2019 - 15:35

کندهار (پژواک، ۱۷ وږی ۹۸): د کندهار ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې اړوندې سیمې سلګونو اوسېدونکو د یوه جومات د امام د وژل کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ.

هغوی د وژل شوي امام جسد د ولایت مقام مخې ته د اعتراض په توګه یووړ او له چارواکو یې د پېښې د پلټنې او انصاف غوښتنه وکړه.

د اعتراض کوونکو له ډلې مولوي اختر محمد زعفراني پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملي امنیت منسوبینو تېره ورځ غرمه مهال د کندهار ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې د یوه جومات امام مولوي اسدالله بېولی او وروسته یې شکنجه او وژلی دی.

هغه زیاته کړه، نن د سیمې اوسېدونکو د هغه جسد د اعتراض په توګه د ولایت مخې ته راوړی، څو د پېښې پلټنه وشي او له کورنۍ سره یې انصاف وشي.

نوموړي وویل، امنیتي ځواکونه د خلکو د امنیت ساتلو دنده لري، نه د هغوی د شکنجه کولو او وژلو.

د اعتراض کوونکو له ډلې یوه بل تن ابراهیم جان پژواک خبري اژانس ته وویل، مولوي اسدالله تېره ورځ پاوکم یوه بجه د ملي امنیت له خوا بېول شوی و او دوه بجې یې جسد په روغتون کې تر لاسه شو.

ده هم ادعا وکړه چې هغه شکنجه شوی او بیا وژل شوی دی.

دی وايي، نن سلګونه خلکو د دغه راز ځورونو خلاف غږ پورته کړی او غوښتنه کوي چې د هغوی په غوښتنو دې غور وشي.

په دې اړه د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د کندهار ملي امنیت ریاست د خپلو کشفي معلوماتو له مخې د کندهار ښار په ۱۲مه ناحیه کي د مولوی اسد الله په نوم یو تن نیولی و.

هغه زیاته کړه، له نیول کېدو وروسته یاد کس د لېږد پر مهال په لاره کې ساه ورکړې او سمدستي روغتون ته رسول شوی دی.

د ده په خبره، د دغې پېښې په غبرګون کې نن یو شمېر امامانو او عالمانو د ولایت مقام مخې ته لاریون وکړ.

دی وايي، د کندهار والي د دغې پېښې په تړاو د لاریون کوونکو له مشرانو، د وژل شوي امام د کورنۍ له غړو او د علماوو د ټولنې له مشرانو سره وکتل چې د ملي امنیت او ولایتي شورا رییسان او یو شمېر نور چارواکي هم حاضر وو.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د پېښې پر څرنګوالي بحث وکړ.

د کندهار والي له راغلو کسانو سره ژمنه وکړه چې دغه پېښه به هم په ولایتي او هم مرکزي کچه د ملي امنیت د څارنوالۍ له خوا څېړل کېږي څو د پېښې اصي علت معلوم شي.

والي د مولوي اسدالله کورنۍ ته ډاډ ورکړ چې هیڅوک هم تر قانون لوړ نه دي او په پېښه کې ملامت کس به قانوني جزا ویني.

د يادونې ده، چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تر دې مخکې د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د يو شمېر محصلينو په ګډون ١١ ملکي وګړي وژلي او تېره اوونۍ يې په جلال اباد ښار کې څلور وروڼه چې ملکيان وو، هم وژلي وو.

ولسمشر ددې پېښې په غبرګون کې د ملي امنيت لوى رييس معصوم ستانکزى له دندې لرې کړى دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan