ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ سقوط شوې ده

د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ سقوط شوې ده

author avatar
8 Sep 2019 - 12:23
د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ سقوط شوې ده
author avatar
8 Sep 2019 - 12:23

کندوز ښار (پژواک، ١٧وږى ٩٨): د کندوز د دشت ارچې ولسوالۍ چارواکي وايي چې د اړوندو مسوولينو د بې غورۍ له امله وسله والو طالبانو دغه ولسوالۍ نيولې ده.

له تېرو څو ورځو راهيسې په دشت ارچي ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه.

د دشت ارچي ولسوال نصرالدين سعدي د وږي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې درې ورځې وړاندې وسله والو طالبانو له څو لورو پر دې ولسوالۍ ډله ييز بريدونه پيل کړل خو مرستندوی ځواکونه تر اوسه نه دي ور رسېدلي.

ده زياته کړه: ((د اړوندو مسوولينو د بې غورۍ له امله تېر ماښام طالبانو دغه ولسوالۍ نيولې ده.))

د ولسوال د معلوماتو له مخې، د دشت ارچي په جګړه کې تر اوسه پنځه امنيتي سرتېري وژل شوي، خو د مخالفينو د مرګ ژوبلې شمېره تر اوسه نه ده په ډاګه شوې.

خو د کندوز د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونمل محمد حسين قرمقول د دشت ارچي ولسوالۍ د سقوط مسئله رد کړه او ويې ويل چې امنيتي ځواکونو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په موخه تاکتيکي شاتګ کړى دى.

قرمقول زياتوي: ((کافي سرتېري په ولسوالۍ کې شته دي، ځينو ځواکونو تاکتيکي شاتګ کړى، موږ پلان لرو چې بېرته پر ولسوالۍ عمليات وکړو.))

په ورته وخت کې د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي پژواک ته وويل چې طالبانو په يو وخت کې پر څو ولسواليو بريدونه وکړل.

دى وايي، امکان لري چې ارچي ولسوالۍ ته پر وخت مرستندوی ځواکونه نه وي رسېدلي خو مسوولين کوښښ کوي چې هر څه ژر په دې ولسوالۍ کې له سره عمليات پيل کړي.

بل لور ته طالبان هم د دې ولسوالۍ سقوط تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېر ماښام د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ نيولې ده.

هغه وايي چې د ولسوالۍ د نيولو پر مهال ګڼ شمېر حکومتي ځواکونه وژل شوي او وسلې او مهمات يې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.