ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شاهين: د پاکستان پر بلنه له غور وروسته دغه هېواد ته سفر کوو

شاهين: د پاکستان پر بلنه له غور وروسته دغه هېواد ته سفر کوو

author avatar
8 Sep 2019 - 13:39
شاهين: د پاکستان پر بلنه له غور وروسته دغه هېواد ته سفر کوو
author avatar
8 Sep 2019 - 13:39

کابل (پژواک، ١٧ وږى ٩٨): په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند وايي چې پاکستان ورته د سفر بلنه ورکړې او په مناسب وخت کې به دغه هېواد ته لکه د نورو هېوادونو په څېر سفر ولري.

په دې وروستيو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې پاکستان له قطره ١٣ طالب مشران ورغوښتي او په قطر کې يې د پاکستان له سفارته د ١٢ کسانو وېزې هم ترلاسه کړې دي، خو ويل کېږي چې په دې کسانو کې له ګوانتانامو د ازاد شوو پنځو طالب مشرانو تګ په شک کې دی.

له دې مخکې د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم ويلي و چې ډېر ژر به د طالبانو له پلاوي سره وګوري، خو تر اوسه دا ليدنه نه ده ترسره شوې.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين پژواک اژانس ته وويل: ((زموږ د پاليسۍ له مخې هر هېواد چې د سفر دعوت راکړي، موږ غور پرې کوو او ورځو.))

ده زياته کړه، پاکستان هم بلنه راکړې ده، په مناسب وخت کې به ورشو، لکه څنګه چې نورو هېوادونو ته سفرونه کوو.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ويل کېږي ملا برادر نه غواړي پاکستان ته سفر وکړي؟ وويل: ((نه، زموږ پاليسي دا ده چې کوم هېواد دعوت راکړي، غور پرې کوو او د تګ په هکله يې تصميم نيسو.))

په قطر کې يوې باوري ډيپلوماتيکې سرچينې پژواک ته وويل، ټاکل شوې له قطره د طالبانو يو پلاوى پاکستان ته سفر وکړي، خو داسې ښکاري چې يو شمېر قطرمېشتي طالب استازي نه غواړي چې پاکستان ته سفر  ولري.

سرچينې وويل چې ملا برادر، شېرمحمد عباس ستانکزى او د استاد ياسر د زوى په ګډون يو شمېر هغه کسان دي چې نه غواړي پاکستان ته سفر وکړي.

ځينو سرچينو دا هم ويلي چې له قطره له تلونکې ډلې سره به په پاکستان کې ملا عباس، لطیف منصور او د ملا محمد عمر ورور ملا منان یوځای شي ‌او اټکل دا دى چې دوی به د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او نورو سره وګوري.

ويل کېږي چې دغه سفر په راتلونکو دوو اوونیو کې پلان شوی، خو لا يې هم دقیقه نېټه نه ده معلومه، خو ډېر امکان شته چې د روانې سپټمبر میاشتې تر (۱۵) نېټې پورې ترسره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.