کابل (پژواک، ١٧ وږى ): له کابل تللي پلاوي په جلال اباد ښار کې د ملي امنيت د ځانګړې قطعې له خوا د وژل شوو څلورو وروڼو په اړه څېړنې بشپړې کړې دي.
تېره اوونۍ د ملي امنيت د ٠٢ ځانګړې قطعې په جلال اباد ښار کې د شپنيو عملياتو پر مهال څلور وروڼه وژلي وو چې یو يې د مشرانو جرګې سلاکار او درې نورو په ښار کې دوکانداري کوله.
ولسمشر اشرف غني د دې پېښې په غبرګون کې د ملي امنيت لوى رييس معصوم ستانکزى له دندې ګوښه کړ او د پلټنو لپاره يې پو پلاوى جلال اباد ته ولېږه.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې راغلي پلاوي دلته خپلې څېړنې بشپړې کړې او پاتې څېړنې به په کابل کې کوي.
هغه زياته کړه چې د لویې څارنوالۍ دغه پلاوى چې په کې د لویې څارنوالۍ له نړیوالو جرمونو سره د مبارزې ريیس محمد داود افضلي، د کورنیو او بهرنیو جرمونو د څېړنې لوی ريیس جنرال شمس الله احمدزی او یو شمېر نورو نظامي او ملکي څارنوالانو ګډون درلود، په دغه ولايت کې يې د وروستۍ قضيې په اړه څېړنې بشپړې کړې او نن يې د ننګرهار له والي شاه محمود مياخېل سره د قضيې لومړني معلومات شريک کړل.
نوموړى وايي، ياد پلاوي د ننګرهار والي ته د خبرو پر مهال وويل چې په دغه ولايت يې د شهيدانو کورنۍ غړو او امنيتي ادارو له مسوولينو سره د ناستو په ترڅ کې څېړنې بشپړې کړې او پاتې څېړنې په پلازمېنه کابل کې ترسره کېږي.
د پلاوي مشر زياته کړې چې د پلټنو او څېړنو له بشپړېدو وروسته به د لوی څارنوال له لوري د قضيې معلومات له ولسمشر سره د وروستيو اجرااتو په موخه شريک شي.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د پلاوي له مشر څخه مننه وکړه چې په وړانديز يې دغه ولايت ته سفر وکړ او د وروستۍ دردوونکې پېښې څېړنه يې وکړه.
نوموړي د پلاوي له مشر څخه غوښتنه وکړه چې د څېړنو له بشپړېدو او پايلو معلومېدو سره د عدالت او قانون له مخې اجراات ترسره شي.
بلخوا يو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو پرون ماښام په جلال اباد ښار کې د يادو څلورو وروڼو په ياد شمعې بلې کړې او مجرمينو ته يې د سزا غوښتنه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن