د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هلمند کې لسګونه زره زده کوونکي د ناامنيو له امله له زده کړو بې برخې دي

هلمند کې لسګونه زره زده کوونکي د ناامنيو له امله له زده کړو بې برخې دي

Sep 08, 2019 - 18:00

لښکرګاه (پژواک، ١٧وږى ٩٨): په هلمند کې داسې مهال نوى تعليمي کال پيل شو چې د ناامنيو له امله د دغه ولايت ٦٥٠زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي.

د دغه ولايت د تعليمي کال د پيل په مراسمو کې د هلمند د پوهنې رييس داوود شاه صفاري وويل چې د امنيتي ستونزو له امله د دغه ولايت په بېلابيلو سيمو کې ٧٣ ښوونځي تړل شوي دي.

هغه زياته کړه، د همدې ښوونځيو د تړل کېدو، امنيتي او ځينو کلتوري ستونزو له امله ٦٥٠زره زده کوونکي په دغه ولايت له زده کړو څخه پاتې دي؛ خو کوښښ کوي چې دغه ستونزې د قومي مشرانو په منځګړتوب حل کړي.

ده دا هم وويل چې د دغه ولايت د کتابونو د کمښت ستونزه په حل کېدو ده او د ښوونکو د ظرفيت او درسونو د کيفيت لپاره يې هم هلې ځلې ګړندۍ کړې دي.

دغه راز د هلمند والي محمد ياسين خان وويل، په دغه ولايت کې د پوهنې بهير پر وړاندې د شته ستونزو د حل لپاره يې تل جدي هلې ځلې کړې دي.

دى زياتوي: ((هر مشکل مو له وزارت سره شريک کړى او کوښښ مو کړى چې پر وخت يې حل کړو.))

والي د هلمند له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې خپل اولادونه د زده کړو او روښانه راتلونکي په موخه ښوونځيو ته واستوي.

د موسى کلا ولسوالۍ اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې يواځې په نوم ښوونځي شته دي.

هغه وايي: ((د دې ولسوالۍ کنټرول له طالبانو سره دى، نو مکتبونه يې هم په نوم دي، کله شاګردان نه ورځي، کله استادان نه وي، کله يې مکتبونه تړلي وي.))

د موسى کلا ترڅنګ د هلمند د نوزاد، باغران، دېشو، خانشين او سنګين ولسواليو بشپړ کنټرول له طالبانو سره دى او د پاتې نورو يې بيا يواځې مرکزونه او ځينې سيمې د حکومت په لاس کې دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement