ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پومپیو: که طالبان خپل کړه وړه بدل نه کړي، پوځي فشارونه  به پرې زیات شي

پومپیو: که طالبان خپل کړه وړه بدل نه کړي، پوځي فشارونه به پرې زیات شي

author avatar
8 Sep 2019 - 20:58
پومپیو: که طالبان خپل کړه وړه بدل نه کړي، پوځي فشارونه  به پرې زیات شي
author avatar
8 Sep 2019 - 20:58

کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۹۸) : دامریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې ولسمشر ټرمپ طالبانو سره د خبرو د بیا پیلیدو امکان نه دی رد کړی، خو که طالبان خپل کړه وړه بدل نه کړي، پوځي فشارونه  به پرې زیات شي.

 دامریکا غږ دراپور له مخې، مایک پومپیو، دغه څرګندونې نن له امریکایي تلویزیون سره  په یوه مرکه کړې او ویلي یې دي، چې که طالبان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، پوځي فشارونه به بیا له سره پیل شي.

پومپیو ویلي که طالبان "مهمه ژمنه وکړي" ښايي مذاکرات بیا پيل شي.

 د هغه په وینا ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د خبرو د بیا پیلېدو امکان بیخي رد کړی نه دی. خو هغه دا هم وویل چې ولسمشر ټرمپ لا له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د ایستلو پرېکړه نه ده کړې.

ولسمشر ټرمپ  نن سهار له طالبانو سره خبرې بندې کړې او وویل چې طالبان له یوې خوا خوا خبرې کوي او له بلې خوا بریدونه کوي.

پومپیو د اې بي سي تلویزون ته ویلي: "هیله لرم چې طالبان خپل کړه وړه بدل کړي. "

هغه زیاته کړې: "که طالبان ښه چلند ونکړي او پر هغو ژمنو، چې له څو اونیو او په ځینو برخو کې له څو میاشتو راهېسې یې موږ ته راکړي، عمل ونکړي، ولسمشر به فشارونه کم نکړي. موږ له افغان ځواکونو سره، چې ډېر قوي جنګ کوي، خپله همکاري نه بندوو."

د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ خبرې له څو میاشتو راهېسې روانې وې. تمه کېدله چې ژر به یوې موافقې ته ورسیږي. طالبانو ویلي چې د ولسمشر ټرمپ د پرېکړې ډېر تاوان به امریکایان وګالي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.