ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: په اروزګان کې د داعش ٣١ بهرني وسله وال وژل شوي

چارواکي: په اروزګان کې د داعش ٣١ بهرني وسله وال وژل شوي

author avatar
8 Sep 2019 - 17:19
چارواکي: په اروزګان کې د داعش ٣١ بهرني وسله وال وژل شوي
author avatar
8 Sep 2019 - 17:19

ترينکوټ (پژواک، ۱۷ وږی ۹۸): د اروزګان امنيه قومانداني وايي چې د چينايي، ازبکستاني او تاجکستاني وسله والو په ګډون يې د داعش ٣١ بهرني وسله وال وژلي دي.

د اروزګان امنيه قوماندان سمونوال خطاب خنجري د وږي په ١٧مه په ترينکوټ ښار کې يوې خبري غونډې ته وويل چې دغه عمليات په مرکز ترينکوټ ښار، خاص اروزګان او چارچینو ولسواليو کې ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه چې دوه شپې مخکې افغان او بهرینو ځواکونو د شپنۍ چاپې پر مهال د دغه ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې د داعشیانو يوه لويه ډله  او د هغوى د وسلو او مهماتو يوه زېرمه له منځه وړي دي.

خنجري وويل چې د داعش وسله والو دغه ډله چې له  تېرو څو مياشتو راهیسې په چارچینو کې فعاله وه او په سیمه کې يې له طالب جنګيالیو سره بېلابېلي مرستې کولې.

دى وايي چې په دغو عملياتو کې د دې ډلې ٤٦ وسله وال وژل شوي چې ٣١ تنه يې بهرني اتباع وو.

هغه زياتوي، په وژل شوو بهرني داعشیانو کې ۱۰ د چين اېغور او پاتې ۲۱ نور تاجکستاني او ازبکي جنګيالي وو.

امنيه قوماندان وويل، د داعش په داخلي وژل شوو کې د مولوي صابر او مولوي عمر په نومونو د هغوی سرلارې هم شامل دي.

همدارنګه قوماندان وايي، په خاص اروزګان ولسوالۍ کې څو شپې مخکې د طالبانو ډله ییز بریدونه پر شا وتمبول شول او تر څنګ یې په هوايي او ځمکني بریدونو کې د دې ډلې ۱۷ جنګيالي وژل شوي او ۳۲ نور ټپيان دي.

خنجري زياته کړه، په خاص اروزګان کې هوایي ځواکونو د هغي ورځې په تعقیب یو ځل بیا د طالبانو پر ډلې برید وکړ چې په کې ۱۵ طالبان وژل شوي دي.

د اروزګان امنیه قوماندان زیاتوي، ګډو ځواکونو دوه شپې مخکې د ترینکوټ اړوند د محمد نبي خان په اډه کې پر طالبانو چاپه ووهله چې په کې د دي ډلي د وسلو زېرمه او نشه یې توکو کارخونې د له منځه وړلو ترڅنګ پنځه طالبان هم له ځان سره وړي دي.

خنجري وويل، تېره ورځ بیا د ترینکوټ اړوند د مهراباد جګي هدیرې سیمه کې د داخلي ځواکونو پوځي عملیات ترسره شول چې په کې ۲۵ طالبان ووژل شول.

په وژل شوو طالبانو کې د مولوي حارث او مغفور په نومونو د هغوی مسوولین هم شامل وو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.