ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : ډېر ژر  به په بغلان کې پراخ  عمليات  پيل شي

چارواکي : ډېر ژر به په بغلان کې پراخ عمليات پيل شي

author avatar
8 Sep 2019 - 17:53
چارواکي : ډېر ژر  به په بغلان کې پراخ  عمليات  پيل شي
author avatar
8 Sep 2019 - 17:53

پلخمری (پژواک،۱۷وږی ۹۸): لوړپوړي امنيتي چارواکي وايي چې په راتلوونکو څو ساعتونو کې به په بغلان کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې پراخ عمليات پيل شي.

له تېر يوې اوونۍ راهيسې وسله والو طالبانو د بغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار وسله وال بريدونه پيل کړي چې له امله يې د کابل-شمال لويه لار هم د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.

د دغه ولايت د امنيتي وضعيت د ارزونې په موخه نن د کورنيو چارو سرپرست وزير مسعود اندرابي او د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير اسدالله خالد سفر وکړ.

د دغه ولايت په مرکز کې ددفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وويل چې په راتلوونکو څو ساعتونو کې به په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې پوځي عمليات پيل شي.

هغه وويل:((د عملياتو پر طرحې مو کار کړى، د عملياتو موخه داسې له بغلان څخه د مخالفينو پاکول دي، چې بيا په عمر کې لويې لارې بندې نه کړي.))

دغه راز د کورنيو چارو وزارت سرپرست وزير هم وويل چې په دغه ولايت کې به داسې عمليات ترسره شي، ترڅو خلک وکولاى شي په ولسمشريزو ټاکنو کې هم په ډاډه زړه ونډه واخلي.

دى وايي: ((د عملياتو موخه له لويو لارو او نورو سيمو څخه د طالبانو لرې کول دي.))

همدارنګه بغلان کې د ٢١٧ پامير قول اردو د درېيمې لوا قوماندان بريد جنرال عباس توکلي چې د جګړې قومانده پر غاړه لري وويل چې د يادو چارو راتګ به د دغه ولايت پر امنيتي وضعيت مثبت اغېز وکړي.

ده هم وويل چې ډېر ژر به د طالبانو پر وړاندې پراخ عمليات پيل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.