کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۹۸) : حزب اسلامي دسولې د خبرو د ځنډولو له امله دامریکا پر ولسمشر ټرمپ کلکه نیوکه کړې او دا پریکړه یې دافغانانو او د طالبانو د پلاوي سپکاوی کړی دی.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په يوه ټويټ کې له طالبانو سره د سولې روانې خبرې اترې وځنډولې.
نوموړي دغه کار وروسته له هغه وکړ چې په کابل کې ديوه ځانمرګي بريد په پايله کې ديوه امريکايي سرتېري په ګډون ١٢ کساان وژل شول.
د حزب اسلامي افغانستان لخوا د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د ځنډیډلو په غبرګون کې ویلی، چې د ټرمپ یو اړخیز کار د تاسف وړ ، د ټول افغان ولس او په ځانګړې توګه د طالبانو د پلاوي سپكاوى ګڼي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ټرمپ په داسې حال کې د کابل وروستی برید بهانه ګڼلې، چې په دې وروستیو کې ۰۱ قطعې او ګډو ځواکونو هره ورځ لسګونه افغانان وژني.
حزب اسلامي پر هغو کسانو او ډلو هم نیوکه کړې، چې ددې مذاکراتو پر ځنډیدلو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، په داسې كار څه ډول راضي شي چي د افغانانو پر وژلو او د افغانستان په لازيات ورانېدو منتج كېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي : (( د جګړو د دوام او د افغانانو د نورې مرګ ژوبلې او وينو تويېدو مسئوليت به د هغو پر غاړه وي چي د سولې له راتلو وېرېږي او پر هر هغه كار خوښ وي چي پايله یې د جنګ دوام وي.))
حزب اسلامي زیاته کړې چې په جنګ كې بهرنيان نه بلكې افغانان مري، د همدې كال په تېرو شپږو مياشتو كې نږدې پنځوس زره افغانان وژل شوي؛ خو د وژل شويو بهرنيانو شمېر تر لسو تنو لږ دی.
په خبرپاڼه کې راغلي : (( طالبانو ته مو سپارښتنه دا ده چې كه د همدغو مذاكراتو د بيا پيل او پر توافقاتو د عمل امكان وي نو ښه به وي چي ترې ډډه ونه كړي، خو كه د جګړې دوام ته ځان اړ بولي نو له داسې جکړو دې ډډه وكړي چې په ترڅ كې یې مظلوم او غيرمحارب افغانان مري.))
سرچینې ویلي، د داسې جګړې چې ناحقه وينه په كې توى شي، نه شرعي توجيه موندلى شی او نه عقلي توجيه؛ كه څه هم دا د يوه غيرمسلمان انسان ناحقه وينه وي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن