پل علم (پژواک، ١٨ وږى ٩٨) : وسله والو طالبانو د لوګر ولايت د ترافيکو مدير له يوه بل کارکوونکي سره وژلى دى.
د لوګر د والي وياند ديدار لونګ د وږي په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لوګر د ترافيکو سرپرست مدير اجمل عبدالرحيمزى له خپل يو بل کارکوونکي سره پرون کابل ته روان و چې په محمده اغې ولسوالۍ کې طالبانو له موټره ښکته کړى.
ده زياته کړه، دغه کسان لومړى وسله والو طالبانو له ځان سره بيولي، بيا يې وژلي چې جسدونه يې نن سهار د يادې ولسوالۍ په زاهد اباد سيمه کې موندل شوي دي.
نوموړي وويل، ترافيک د جګړې خلک نه دي، د خلکو خدمت کوي او وژل يې جنايت دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن