ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشرغني: د سولې کیلي په ټاکنو کې ده

ولسمشرغني: د سولې کیلي په ټاکنو کې ده

author avatar
9 Sep 2019 - 20:31
ولسمشرغني: د سولې کیلي په ټاکنو کې ده
author avatar
9 Sep 2019 - 20:31

کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۹۸) ولسمشر غني وایي، سوله لومړیتوب دی، خو د سولې کیلي په ټاکنو کې ده او د ټاکنو ترسره کېدل ملي دنده او تاریخي مسوولیت دی.
ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې نن ماښام له والیانو، د قول اردوګانو او د ولایتونو له امنیه قوماندانانو او د ټاکنیزو ولایتي کمیسیونونو له رئیسانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د امنیت تامین او ټاکنو شفافیت په اړه خبرې وکړې.
هغه د امنیتي مسوولینو او د ټاکنیزو کمیسیونونو د امنیتي او لوجستیکي تیاریو راپورونه واورېدل او وې ویل، د ټاکنو تر ورځې باید ټول پام د رایې ورکولو مرکزونو، د جمهوري ریاست ټاکنو کاندیدانو، د ټاکنو ورځې او د ټاکنیزو حساسو موادو د لېږد د امنیت پر تامین متمرکز وي.
ولسمشر تازه تصفیه شویو سیمو په ځانګړي ډول د بدخشان وردوج او یمګان ولسوالیو ته په اشارې وویل، په دې سیمو کې باید په ټاکنو کې خلکو ته د ګډون زمینه برابره شي او د هغوی امنیت ونیول شي.
هغه زیاته کړه، ځانګړي عملیاتي ځواکونه به په یادو سیمو کې د عملیاتو په ترسره کولو د ټاکنو امنیت تامین لپاره زمینه برابره کړي.
اشرف غنی د ولایتونو ټولو نظامي او ملکي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په هېڅ صورت د ټاکنیزو کمیسیونونو په چارو کې مداخله ونه کړي او له هغوی سره سل په سلو کې مرستو ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړه، په ټاکنو کې مداخلې باید تشخیص شي او د مخنیوي لپاره یې په جدیت اقدامات وشي.
ولسمشر د ولایتونو ملکي او نظامي مسوولینو ته لارښوونه وکړه، هر هغه عمل په جدي ډول تعقیب کړي چې د ټاکنو شفافیت تر پوښتنې لاندې راولي.
هغه زیاته کړه، د ټاکنو شفافیت پر وړاندې ان کوچني ګواښ ته هم اجازه نه ورکوي. راتلونکې نوولس ورځې د ټاکنو ترسره کېدو ته ځانګړې کوي ترڅو په شفاف، سرتاسري او ټولشموله ډول ترسره شي.
ولسمشر په ټینګار څرګنده کړه، اوس باید د ټاکنو ترسره کېدو کې هیڅ ډول شک او شبهه نه وي، سوله له مشروعیت پرته نشي تامینېدای او مشروعیت له ټاکنو پرته نه رامنځته کېږي.
هغه زیاته کړه: (( سوله زموږ لومړیتوب دی، خو د سولې کیلي په ټاکنو کې ده او د ټاکنو ترسره کېدل زموږ ملي دنده او تاریخي مسوولیت دی.))
ولسمشر همداراز ولایتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په جمهوري ریاست ټاکنو کې د خلکو د ګډون لپاره هڅه وکړي او د هغوی د ګډون زمینه برابره کړي.
په دې ویډیویي کنفرانس کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ وویل، د تېرو ټاکنو تجربو او درسونو ته په پام، دغه کمیسیون د شفافو او سرتاسري ټاکنو د ترسره کېدو لپاره لازم تیاری نیولی او خلکو ته یې ډاډ ورکړ.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.