کابل (پژواک، ١٨ وږى ٩٨) : په نورستان ولايت کې دجلغوزو د توليد او صادراتو په اړه کنفرانس جوړ شو، چې په کې ګڼ شمېر دولتي چارواکو ګډون کړى و.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مرستيال اجمل عبدالرحيمزي د وږي په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه کنفرانس کې دده په مشرۍ يو لوړ پوړى دولتي پلاوى پرون د نورستان ولايت مرکز پارون ته تللى و.
هغه زياته کړه، په دغه پلاوي کې د اقتصاد وزارت ، د کرنې او مالدارۍ وزارت ، داوبو او انرژۍ وزارت،دچاپيريال ساتنې وزارت مرستيالان، د ولسمشرۍ ماڼۍ دچارو ادارې استازى، له پانګونې څخه دملاتړ او ملي پروژې رييس عبدالباري بلوچ ، د افغانستان د جلغوزو د اتحاديې رييس يحيی خان ځدراڼ او نور مسوولين شامل وو.
عبدالرحميزى وايي، پلاوي لومړى د نورستان والي حافظ عبدالقيوم او نورو ځايي مسوولينو سره ځانګړې ناسته وکړه او پر اړونده موضوعاتو يې ورسره خبرې وکړې.
د سوداګرۍ وزارت مرستيال وويل، دوى د کنفرانس پر مهال د نورستان د خلکو ستونزې او شکايتونه هم واورېدل او د جلغوزو د توليد او د صادراتو د پراختيا په اړه يې معلومات سره تبادله کړل.
د هغه په وينا، دغه راز په دغه کنفرانس کې د جلغوزو د صادراتو د کچې پر لوړولو، په دې برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو، بازار موندنې، د خصوصي سکتور ملاتړ او نورو سوداګريزو لارو موندلو په اړه هم په تفصيل سره خبرې وشوې.
د يادونې ده چې نورستان يو له هغو ولايتونو څخه دى چې د جلغوزو پراخه ځنګلونه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن