کابل (پژواک، ١٨ وږى ٩٨) : د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړونده سيمه کې دچاودنې له امله درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت مرستيالې وياندې مروه اميني د وږي په ١٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن تر غرمې مخکې په شاوخوا ١١ بجو او ١٥ دقيقو د څلورمې امنيتي حوزې اړونده سيمه کې شوې ده.
هغې زياته کړه، چاودنه د سليم کاروان او شهيد څلور لاري ترمنځ پر عمومي سړک د چسپکي ماين له امله شوې ده.
اميني وويل، په دې چاودنه کې درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې د دفاع د پخواني وزير احمد شاه مسعود د وژل کېدو تلين نمانځل کېږي او پلويان يې په کابل ښار کې ګرځي او ډزې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن