تالقان (پژواک، ۱۹ وږی ۹۸): د تخار سيمه ييزې سرچينې وايي چې د دغه ولايت ينګې قلعه ولسوالۍ طالبانو نيولې ده.
د تخار د والي وياند جواد هجري د وږي په ۱۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو دغه ولسوالۍ تېره شپه له دوه ورځنۍ جګړې وروسته ونيوه.
دی زياتوي، امنيتي ځواکونو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوي په موخه د دغه ولايت کشم ولسوالۍ ته تاکتيکي شاتګ کړی دی.
د ده په وينا، په دې دوه ورځنۍ جګړه کې ۳۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د ملا امام الدين په نوم د طالبانو د سرې قطعې قوماندان هم وژل شوی دی.
هغه زياته کړه چې د یادې ولسوالۍ د بېرته نیولو په موخه امنيتي او دفاعي ځواکونه چمتو دي او ترمنځ یې همغږي هم رامنځته شوې ده.
دغه راز د تخار ولايتي شورا مرستیال محمداعظم افضلي وايي چې طالبانو تېره شپه شاوخو اته بجې دغه ولسوالۍ ونيوه.
دی وايي، طالبانو د دې ولسوالۍ د ولسوالۍ او امنيې قوماندانۍ ودانيو ته اور اچولی او امنيتي ځواکونو کشم ولسوالۍ ته شاتګ کړی دی.
همدارنګه د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر هم د ینګي قلعه د سقوط خبر تاییدوي.
هغه پژواک ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دغه ولایت د ینګي کلا پر ولسوالۍ برید وکړ او د دې ولسوالۍ مرکز یې ونیو.
خو هغه په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، طالبانو تېره شپه د ينګې قلعه ولسوالۍ نيولې او امنيتي ځواکونه ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه زياتوي، طالبانو ځينې موټر او وسلې هم نيولي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن