کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۹۸): ځینو رسنیو په ټاکنو کې د رایې له حقه د صلاح الدین رباني د محرومېدو په اړه خبر خپور کړی خو د کابل د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې د رباني تر څنګ کریم خلیلي او حمیدالله فاروقي هم نغدي جریمه او همدارنګه د ولسمشر دوه سلاکاران مرتضوي او عزیزي بیا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د رایې له حقه محروم پېژندل شوي دي.
ناسم اطلاعات:
تېره ورځ بي بي سي، پایګاه خبر انتخاباتي، د صبح کابل ورځپاڼې، سپوټنیک، شفقنا، مهر خبري اژانس د رایې له حقه د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر محرومېدوه په اړه خبر خپور کړ.
د بي بي په راپورو کې داسې راغلي: ((ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدو ولایتي کمېسیون اعلان وکړ چې د بهرنیو چارو وزیر، د کابل پوهنتون رییس او د ولسمشر غني سلاکاران یې د ټاکنیزو سرغړونو له امله پر نغدي جریمه او د رایې له حقه پر محرومیت محکوم کړي دي.))
دغه راز په یو بل راپور کې چې په مهر خبري اژانس کې خپور شوی راغلي چې صلاح الدین رباني د سرغړونې له امله په ټاکنو کې له ګډونه محروم شو.
د صبح کابل ورځپاڼې هم دغه ډول یو راپور خپور کړی، ویلي یې دي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم په کمپاینونو کې د ګډون له امله ۱۵زره افغانۍ نغدي جریمه او د رایې له حقه محروم شوی دی.
د شفقنا خبري اژانس هم تېره ورځ په ویه خبر کې لیکلي چې صلاح الدین رباني د سرغړونې له امله په ټاکنو کې له ګډونه محروم شوی دی.
سم اطلاعات:
خو د پژواک خبري اژانس څېړنې ښيي چې یوازې شاه حسین مرتضوي او مولوي رحیم الله عزیزي د دې ترڅنګ چې ۱۵- ۱۵زره افغانۍ نغدي جریمه شوي، د روان کال د تلې میاشتې په شپږمه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګډون له حقه هم محروم شوي دي.
د کابل د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یوې باوري سرچینې نن (د وږي ۱۹مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین ربانی، د کابل پوهنتون رییس حمیدالله فاروقي او د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر کریم خلیلي د خپلې خوښې کاندیدانو په کمپایني غونډو کې د ګډون له امله هر یو پر لس لس زره افغانیو نغدي جریمه محکوم شوي دي.
سرچینې زیاته کړه چې د ولسمشرۍ ریاست د فرهنګي چارو سلاکار شاه حسین مرتضوي، د افغانستان د علماوو د انسجام په چارو کې د ولسمشر سلاکار رحیم الله عزیزي او د کابل ښار د حاجي چمن جومات خطیب د ټاکنیزو سرغړونو په دلیل ۱۵، ۱۵زره افغانۍ نغدي جریمه او په ټاکنو کې د رایې ورکولو له حقه هم محروم شوي دي.
سرچینه وايي چې تر اوسه ۳۴ شکایتونه په کمېسیون کې ثبت شوي چې له ډلې یې ۲۴ شکایتونو ته رسېدنه شوې، ۱۹ شکایتونو ته برائت حاصل کړی او نور تر څېړنې لاندې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن